Book Name:Shan e Usman e Ghani
به د هغوئي ګيره مبارکه لـمديدله۔ ([1]) ٭ يو ځل هغوئي د الله پاک د ويرې د غلبې له وجهې وفرمائيل: که زۀ د جنَّت او د دوزخ پۀ مينځ کښي ودرولے شوم او ما ته دا معلومه نۀ وي چې ما ته به جنَّت ته د تللو حکم کيږي که د دوزخ طرف ته به مې ليږلے شي، هٰغه وخت به زۀ دا خوښووم چې هلته اِيره شم۔ ([2])
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ چې حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ قطعي جنَّتي دے، هغوئي ته د جنَّت مالِک، قاسِمِ نعمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله خُله مبارکه يو ځل نۀ بلکې څو کرته د جنَّت زيرے ورکړے دے بلکې هغوئي خو د هٰغې اوچتې مرتبې صحابي دے چې هغوئي يو ځل نۀ، څو څو ځله د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه جنَّت اخستے دے، غرض دا چې د هغوئي پۀ جنَّتي کيدلو کښې هيڅ شک نشته خو بيا هم هغوئي د الله پاک د پټ تدبير نه دومره ويريدلو، هغوئي هم د الله پاک د ويرې د غلبې پۀ وجه دا وفرمائيل چې هسې نۀ داسې وشي، ما ته د جنَّت پۀ ځائے دوزخ ته د تللو حکم وکړے شي، ځکه به زۀ دا خوښووم چې هُم د جنَّت او د دوزخ پۀ مينځ کښې ختم شم۔
کاش! ایسا ہوجاتا خاک بن کے طَیبہ کی مصطَفٰے کے قدموں سے میں لپٹ گیا ہوتا ([3])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ څومره ښکلے شان دے، هغوئي د الله پاک نۀ ډير ويريدونکے وو، ځکه به يـې چا ته برناحقه تکليف نۀ رسولو، يو ځل هغوئي خپل يو غلام ته وفرمائيل: ما يوه ورځ ستاسو غوږ تاؤ کړے وو، ځکه تۀ زما نه د دې بدله واخله۔ ([4])