Book Name:Shan e Usman e Ghani

د يو قول مطابق دا آيت مبارک د مسلمانانو د دريم خليفه، اَمِيرُ المُؤمِنين حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   پۀ شان کښې نازل شوے۔ ([1]) او پۀ دې آيت کښې د حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   درې صفتونه بيان شوي دي:

(1): د شپې عِبَادت کوونکے

وړومبے صِفت دا بيان شو چې حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   د شپې ډيرې سجدې کوونکے او نـمونځونه کوونکے دے۔ پۀ مُصَنَّف اِبنِ ابي شيبه کښې روايت دے، د مسلمانانو د دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   معمول مبارک وو چې هغوئي به هميشه نفلي روژې نيولې او د شپې پۀ وړومبۍ حصه کښې به يـې ارام فرمائيلو او باقي شپه به يـې پۀ عبادت کښې تيروله۔ ([2])

پۀ يو رکعت کښې به يـې د ټول قرآن کريم تلاوت کولو

د حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ    بې بې محترمه فرمائي: حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   به ټوله شپه عبادت کولو او (د هغوئي د قرآنِ پاک د تلاوت سره داسې محبت وو چې) پۀ يو رکعت کښې به يـې د ټول قرآنِ پاک تلاوت کولو۔ ([3])

حضرت عبد الرحمان تَيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه شپه زۀ د کعبې شريفې پۀ خوا (يعنې مسجدِ حرام کښې) ووم، ما د ماسخوتن نـمونځ هم هلته ادا کړو، بيا د مقامِ ابراهيم پۀ خوا کښي ودريدم، پۀ دې کښې د مسلمانانو دريم خليفه اَمِيرُ المُؤمِنين حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   تشريف راوړلو، هغوئي د سورۀ فاتحه نه د قرآنِ کريم تلاوت شروع کړو او تلاوت يـې کولو، کولو، تر دې پورې چې د ټول قرآنِ کريم تلاوت يـې وکړو۔ ([4])


 

 



[1]... صِراطُ الجنان، پارہ:23، الزمر، تحت الآیہ:9، جلد:8، صفحہ:438-439 ماخوذاً۔

[2]... مصنف ابن ابی شیبہ، کتاب صلاۃ التطوع، باب من کان یامر بقیام اللیل، جلد:2، صفحہ:173، حدیث:6۔

[3]... الزہد امام احمد، زُہد:عثمان بن عفان، صفحہ:105، حدیث:673۔

[4]... زُہد لابن المبارک، باب: فضل ذکر اللہ، صفحہ:452، حدیث:1276 خلاصۃً۔