Book Name:Shan e Usman e Ghani

د هٰغه آيتونو ترجمه او تفسير لولئ او پۀ ذهنونو کښې يـې کښينوئ او ښه پۀ توجه سره بيا بيا د هٰغه آيتونو تلاوت کوئ! ٭ پۀ حديثونو کښې د الله پاک نه د ويريدو بيان دے، داسې حديثونه لولئ! ٭ د الله پاک نه د ويريدونکو بزرګانِ دِين سيرت لولئ! ٭ جدول جوړ کړئ او روزانه يا کم از کم پۀ هفته کښې يو ځل هديرې ته حاضري کوئ! هلته فاتحه شريف هم لولئ او ورسره ورسره پۀ دې خبره باندې هم غور کوئ چې ډير زر به زۀ هم قبر ته ځم، هٰغه وخت به زما د بے وسۍ څۀ حالت وي؟ د قبر پۀ معاملو باندې غور هم کوئ۔ د دې پۀ برکت باندې به مو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک نه د ويرې دولت نصيب شي۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

(3): د الله پاک د رحمت نه ډير اُميد لرونکے

 اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ آيت مبارک کښې د حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   دريم صفت بيان شو:

وَ یَرْجُوْا رَحْمَةَ رَبِّهٖؕ           (پارہ:23 ، سورۀ الزمر:9)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د خپل رَبّ د رحمت اُميد ساتې ۔

يعنې حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   د الله پاک د رحمت نه ډير اُميد لرونکے دے۔

وِيره او اُمِّيد دواړه ضروري دي

دا هم ډير اهم صِفت دے۔ د الله پاک رحمت ډير لوئي دے، د هغې نه چرې هم نا اُميده کيدل نۀ دي پکار۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللّٰهِؕ     (پارہ:24 ، سورۀ الزمر:53)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د اللہ د رحمت نۀ مۀ نا اُميده کيږئ۔

دلته دا خبره هم د ياد ساتلو ده چې د الله پاک ويره او د هغۀ د رحمت نه اُميد ساتل