Book Name:Shan e Usman e Ghani

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تاسو وکتل چې بخښونکي آقا، د دواړو جهانو داتا، نُورِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به څومره پۀ کثرت سره او څومره پۀ پابندۍ سره عبادت کولو۔ بيا دې ته هم غور وکړئ چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مصروفيات څومره وو؟ پۀ مونږ باندې عام طور د يو کور ذمه واري وي، د يو کور د يو څو کسانو پالنه وي خو خوږ آقا، د دواړو جهانو داتا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټول کائنات نبي دے، د نبوت فريضې به يـې هم پوره کولې، صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته به يـې دِين هم ښودلو، د نيکۍ دعوت به يـې هم ورکولو، غم خواري به يـې هم فرمائيله، د مريضانو تپوس به يـې هم کولو، د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې به خلقو فريادونه راوړل، د هغوئي فريادونه به يـې هم اوريدل او زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو دا شان دے چې ځناورو به هم هغوئي ته خپل دردونه بيانول، اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ هغوئي باندې هم شفقت او رحمت فرمائيلو۔ داسې سوچ کوئ! څومره مصروفيات وو، د دې ټولو مصروفياتو باوجود به خوږ آقا، نُورِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پابندۍ سره او پۀ کثرت سره د الله پاک عبادت کولو۔

دُنيا ته د راتللو مقصد عبادت دے

آه يو مونږ يو چې د هر کار د پاره وخت اوباسو، د پيسو ګټلو د پاره وخت ډير دے   ٭ د سيل کولو د پاره وخت ډير دے ٭ د موبائل او سوشل ميډيا (Social Media) د پاره مونږ هر وخت تيار يو ٭ که څوک مداري راشي نو د بعضو سره د هغۀ نه د راتاويدو د پاره هم وخت وي ٭ د لوبو د پاره هم وخت شته ٭ پۀ سړکونو باندې د غټو غټو ايل سي ډيز (L.C.Ds)  لګولو او د شپې تر ناوخته پورې د ميچ وغيره کتلو او درز غوبل کولو د پاره هم وخت ميلاؤيږي۔ آؤ! مونږ ته که وخت نۀ ميلاؤيږي نو صرف د عبادت د پاره نۀ ميلاؤيږي ٭ که مونږ ته وخت نۀ ميلاؤيږي نو د اشراق او څاخت د پاره نۀ ميلاؤيږي