Book Name:Shan e Usman e Ghani

سُبْحٰنَ اللہ! غور وکړئ چې د عبادت څومره ذوق دے، پۀ يو رکعت کښې د ټول قرآنِ کريم تلاوت کول څومره د همت خبره ده او پۀ دې باندې اِستقامت ته هم وګورئ! هغوئي به دا نيک کار روزانه کولو۔ د هغوئي هم دا هٰغه شان دے کوم چې پۀ قرآنِ کريم کښې بيان شو:

هُوَ قَانِتٌ اٰنَآءَ الَّیْلِ سَاجِدًا وَّ قَآىٕمًا

يعنې حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   ډير د اوچت شان والا دے د چا شپې چې به پۀ سجدو او قيام کښې د الله پاک پۀ عبادت کولو، تابعدارۍ کښې تيريدلې۔

د شپې د عبادت کولو فضيلت

کاش چې زمونږه هم داسې سعادت نصيب شي، مونږه هم د شپې عبادت وکړو، د ماسخوتن نـمونځ د جَمعې سره ادا کړو، بيا کوشش وکړو او څۀ نا څۀ نفلونه وکړو، د قرآنِ کريم تلاوت وکړو، ذِکر اذکار وکړو، درودِ پاک لولو، که الله پاک توفيق راکړي او تهجد هم ادا کړو، د تهجدو پۀ وخت اِستِغفار (مثلاً د اَستَغفِرُ الله! اَستَّغفِرُ الله تسبيح) کوو، د سحر نـمونځ هم د جَمعې سره ادا کړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د شپې د عبادت کولو ثواب به مو نصيب شي، راځئ چې د ترغيب د پاره د شپې د عبادت کولو يو څو فضائل واورو:

٭ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اے خلقو! سلام عام کړئ! پۀ خلقو خوراک کوئ ! او چې کله خلق اوده وي نـمونځ کوئ! تاسو به پۀ سلامتيا سره جنَّت ته داخل شئ۔ ([1]) ٭ پۀ حديثِ پاک کښې دي: زما د اُمت د ټولو نه شرف والا خلق اهلِ قرآن او اصحابُ اللَّيل (يعنې د شپې عبادت کوونکي) دي۔ ([2])          ٭ پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: هٰغه دوه رکعتونه کوم چې بنده د شپې پۀ مينځ کښې ادا


 

 



[1]... ترمذی ، ابواب صفۃ القیامۃ …الخ ، صفحہ:589 ، حدیث:2485

[2]... شُعَبُ الایمان ، باب فی تعظیم القرآن ،جلد:2، صفحہ:556،حدیث :2703۔