Book Name:Shan e Usman e Ghani

کښې پوښتنه وکړے شوه نو اوئې فرمائيل: عثمان هغۀ دے چا ته چې فرښتے ذُو النُّورَين وائي، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ځوم دے، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د جنَّت ضمانت ورکړے۔ ([1])

نبی کے نور دو لے کر وہ ذُو النُّوْرَیْن کہلائے         انہیں حاصِل ہوئی یوں قربتِ محبوبِ رحمانی([2])

٭ د اِسلام د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ    د شهادت نه پس د مسلمانانو پۀ کثرتِ رائے سره حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   خليفه مقرر شو، ([3]) تر 12 کالو پورې هغوئي خليفه وو، ([4])  د 40 ورځو د سختې محاصرې نه پس، پۀ 18 ذُو الـحجه پۀ 35 هجرۍ کښې ډير پۀ ظلم زور سره شهيد کړے شو۔ ([5])

پۀ قرآنِ کريم کښې پۀ ډيرو ځايونو کښې د حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   د شان او عظمت بيان موجود دے، د بيان پۀ شروع کښې مونږه د 23 سيپارې، د سورۀ زُمَر، آيت: 9 د يوې حصې د اوريدو سعادت حاصل کړو۔

د حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   درې اوصاف

الله پاک فرمائي:

اَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ اٰنَآءَ الَّیْلِ سَاجِدًا وَّ قَآىٕمًا یَّحْذَرُ الْاٰخِرَةَ وَ یَرْجُوْا رَحْمَةَ رَبِّهٖؕ                                               ( پارہ 23، سورۀ الزمر:9)

. ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا هٰغه کس کوم چې د سجدې او قيام پۀ حالت کښې د شپې وختونه پۀ فرمانبردارۍ کښې تيروي، د اخرت نه ويريږي او د خپل رب د رحمت اُميد ساتي (آيا هغۀ به د نافرمانو پۀ شان شي؟)


 

 



[1]... ریاض النضرۃ، مناقب :عثمان بن عفان، اسمہ و کنیت، جز:3، صفحہ:6۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:584۔

[3]... ریاض النضرۃ، الباب الثالث، الفصل العاشر، جز:3، صفحہ:48، ماخوذًا۔

[4]... مسندِ امام احمد ، مسند الانصار، جلد:9 ، صفحہ:98 ، حدیث:22547۔

[5]... نزہۃ القاری، جلد:1، صفحہ:544۔ کرامات ِ عثمان غنی، صفحہ:3۔