Book Name:Shan e Usman e Ghani
د حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ مختصر تعارف
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ٭ حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ صحابئ رسول دے ٭ د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوږې ترور اُمِّ حکيم رَضِىَ اللهُ عَـنْها نـمسے دے يا داسې وايئ چې يو قِسم له پۀ لګه لرې رشته کښې د مالِک جنّت، قاسِمِ نعمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوريے کيږي ٭ هغوئي پۀ سابقينِ اَوَّلين کښې دے يعنې پۀ ابتداء کښې يـې اِسلام قبول کړے وو او پۀ اِسلام کښې داخل شوے وو، پۀ اِسلام قبلولو کښې د هغوئي څلورم يا پينځم نمبر دے ٭ پۀ عَشَرَه مُبَّشَرَه (يعنې د خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفےٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خُلې مبارکې نه د جنّت پۀ زيري اوريدونکو لسو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم) کښې دے ٭ سرکارِ اعظم، رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ سره دومره مَحَبَّت کولو چې هغوئي پۀ يوې پسې بَله خپلې دوه شهزادګۍ حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ ته پۀ نکاح کښې ورکړې۔ ([1]) پۀ دې وجه هغوئي ته ذُو النُّورَين (يعنې د دوو نُورونو والا صحابي) هم وئيلے شي۔
نُور کی سرکار سے پایا دوشالہ نُور کا ہو مُبَارک تُم کو ذُو النُّوْرَیْن جوڑا نُور کا([2])
٭ پۀ حديثِ پاک کښې دي: الله پاک ما ته وَحي وفرمائيله چې زۀ د خپلو دوو لوڼو نکاح د عثمان سره وکړم۔ ([3]) ٭ پۀ يو حديثِ پاک کښې يـې وفرمائيل: که زما 100 لوڼه وے، پۀ هغوئي کښې يوه وفات کيدله نو ما به دويمه عثمان له پۀ نِکاح کښې ورکوله، چې هغۀ وفات کيدله نو ما به دريمه عثمان له پۀ نِکاح کښې ورکوله، تر دې پورې چې ما به خپلې سل واړه شهزادګۍ پۀ يوې پسې بَله د عثمان پۀ نکاح ورکوله۔ ([4]) ٭ د مولائے کائنات، مولیٰ علي رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ نه چې د حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ پۀ باره