Book Name:Shan e Usman e Ghani

کوي، د هغۀ د پاره د دُنيا و ما فيها (دُنيا او څۀ چې پۀ دُنيا کښې دي د دي) نه بهتر دي، که ما دا پۀ خپل اُمت باندې مشکل نۀ ګڼل نو دا به مې پۀ دوئي فرض کړي وو۔ ([1])

 د شپې عبادت د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د شپې د ويخ پاتې کيدلو (يعنې د شپې د عبادت کولو) يو اهم فضيلت دا هم دے چې دا زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے   صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت مبارک هم دے۔ د صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   نه روايت دے، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي     صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به روژې نيولې او پۀ دومره کثرت سره به يـې نـمونځونه کول چې د هغوئي مبارکې ښپې به وپړڅيدلې۔ ([2]) اُمُّ الُمُؤمِنِين حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به قَيَامُ اللَّيل (د شپې نفلي نـمونځ) هيڅکله هم نۀ پريښودو۔ ([3]) د اُمُّ الُمُؤمِنِين حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د روايت مطابق د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا معمول مبارک وو چې د شپې به يـې نـمونځ ادا کولو، بيا به چې يـې څومره وخت نـمونځ ادا کړو، هٰغه همره وخت به يـې ارام کولو، بيا به راپاڅيدو او چې څومره ارام به يـې کړے وو، هٰغه همره نـمونځ به يـې ادا کولو، بيا به يـې د نـمونځ کولو پۀ مقدار ارام فرمائيلو، داسې به يـې کول تر دې پورې چې د سحر د نـمونځ وخت به شروع شو۔ ([4])

صحابئ رسول حضرت حذيفه رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   فرمائي: يوه شپه د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ جومات کښې نـمونځ ادا کولو، ما موقع غنيمت وګڼله او پۀ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پسې شاته ودريدم او نـمونځ مې شروع کړو۔ د الله پاک


 

 



[1]... الزہد لابن المبارک، جزء :10، صفحہ:364 حدیث:1289 ۔

[2]... تاریخِ مدینہ دمشق، جلد:4، صفحہ:141۔

[3]...  ابوداؤد، کتاب  التطوع ، باب قیام اللیل، صفحہ:214، حدیث:1307۔

[4]... ترمذی، کتاب فضائل القرآن، باب ما جاء کیف کانت قراءۃ النبی ، صفحہ:679، حدیث:2923ملتقطًا۔