Book Name:Shan e Usman e Ghani

سُبْحٰنَ اللہ! آيا چا چرته ليدلي دي چې آقا د خپل غلام نه يا سيټھ د خپل نوکر نه معافي غواړي، ښه ډاډه هغۀ ته د بدلې اخستو آفر کوي۔۔۔؟ آؤ! څوک چې د الله پاک نه ويريدونکي وي، څوک چې ويريږي چې هسې نه پۀ ظاهره نظر راتلونکې زما خطا هم د قيامت پۀ ورځ د راګيريدو سبب جوړ شي هغوئي د خپل نوکر نه خو څۀ چې پۀ دنيائي لحاظ سره د ځان نه د ډيرې کمې درجې او مرتبې لرونکي نه هم پۀ معافۍ غوښتو نۀ شرميږي۔ ولې؟ ځکه چې هغوئي د الله پاک نۀ ويريږي۔

چې زما رَبّ زما نه ناراضه نشي

حضرت ابو هريره رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   فرمائي: يو ځل حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   بيمار شو، سرکار عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان د سره ځان سره کړل او د هغوئي د تپوس د پاره يـې تشريف يوړلو نو اوئې کتل چې حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   مخ د زمکې طرف ته کړے دے او ملاست دے، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: عثمانه! څۀ وشو، خپل سَر ولې نۀ راوچتوې؟ عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما له د الله پاک نه حيا راځي۔ سرکار عالي  وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ولې حيا درځي؟ عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زۀ ويريږم هسې نۀ چې زما پاک پروردګار زما نه ناراضه شوے نۀ وي۔۔۔!! ([1])

(اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   د ګناه هيڅ يو کار نۀ وو کړے، د الله پاک د ناراضګۍ هيڅ يو کار يـې نۀ وو کړے، خو څوک چې رښتونے عاشق وي، هغۀ هر وخت بس پۀ دې ويره کښې وي چې چرته زما محبوب زما نه ناراضه نشي، د حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   سره هم څۀ داسې ويره وه، هغوئي د زمکې طرف ته پۀ مخ کولو دې د پاره ملاست وو او سر يـې نه اوچتولو، لکه چې د خپله ځانه يـې د ملامتيا اظهار


 

 



[1]... ریاض النضرۃ، الباب:الثالث، فصل:السادس، جز:3، صفحہ:20۔