Book Name:Shan e Usman e Ghani
٭ که مونږ ته وخت نۀ ميلاؤيږي نو د اوابينو د نفلونو د پاره نۀ ميلاؤيږي ٭ که مونږ ته وخت نۀ ميلاؤيږي نو پۀ نيکو اجتماعاتو کښې د شرکت کولو د پاره وخت نۀ ميلاؤيږي ٭ پۀ مَدَني قافلو کښې د سفر وخت نۀ وي ٭ د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره وخت نۀ وي ٭ د عِلم زده کولو د پاره وخت نۀ وي ٭ که وخت نۀ وي نو د قبر او د اخرت د تيارۍ د پاره وخت نۀ وي۔
اے کاش چې زمونږه د اخرت فِکر نصيب شي، کاش چې زمونږه د خپل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عملي طور د خپل آئيډيل ( Ideal) جوړولو او د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک سيرت پۀ ژوند کښې پۀ نافذ کولو کښې کامياب شو۔ کاش چې د عبادت توفيق مو نصيب شي۔
عبادت میں گزرے مِری زِندگانی کرم ہو کرم یاخدا! یااِلٰہی!([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ 23 سيپاره، سورۀ زُمُر آيت: 9 کښې د حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ دويم صفت دا بيان شو چې
یَّحْذَرُ الْاٰخِرَةَ (پارہ:23 ، سورۀ الزمر:9)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د اخرت نۀ ويريږي۔
يعنې حضرت عثمان رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د اخرت نه ډير ويريدونکے وو۔
د حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د الله پاک نه د ويريدو واقعات
٭ د مسلمانانو دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د الله پاک نه داسې ويريدونکے وو چې کله به د چا د قبر خوا ته ودريدو نو دومره به يـې ژړل چې پۀ اوښکو