Book Name:Shan e Usman e Ghani
کولو۔) چې کله سلطانِ انبيا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل خوږ صحابي حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ خبره واوريدله نو اوئې فرمائيل: عثمانه! دا جبريل عَلَیْهِ السَّلَام دے، ما له خبر راکوي چې تۀ د اسمان والؤ نُور يـې، د زمکې والؤ او د جنَّت والؤ ډيوه يـې۔ ([1])
جو دِل کو ضیا دے جو مقدر کو جِلا دے وہ جلوۂ دیدار ہے عثمانِ غنی کا
جس آئینہ میں نُورِ اِلٰہی نظر آئے وہ آئینہ رُخسار ہے عثمان غنی کا([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! کاش چې د حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ پۀ وسيله زمونږه هم د الله پاک نه ويره نصيب شي، کاش چې مونږه هم هر وخت دا اِحساس دردوي چې آه! چرته زما رَبّ زما نه ناراضه نشي۔ آه! چرته پۀ قبر کښې راګير نکړے شم، د قيامت پۀ ورځ رانه حساب وانخستے شي، هئ! هئ! که د قيامت پۀ ورځ باندې زما ګناه نامه برسيره کړے شوه، زما د ګناهونو پۀ وجه زما رَبّ زما نه ناراضه شو، آه! که زۀ د رحمت نه محرومه کړے شوم او دوزخ ته د غورځولو حکم وکړے شو نو زما به څۀ کيږي۔۔۔!!
آج بنتا ہوں معزز جو کھُلے حشر میں عیب آہ! رُسوائی کی آفت میں پھنسوں گا یارَبّ!
گر تُو ناراض ہوا میری ہلاکت ہو گی ہائے میں نارِ جہنّم میں جلوں گا یارَبّ!
دَرْدِ سَر ہو یا بُخار آئے تَڑپ جاتا ہوں میں جہنّم کی سزا کیسے سہوں گا یارَبّ!
عَفْو کر اور سدا کے لئے راضی ہو جا گر کرم کر دے تَو جنّت میں رہوں گا یارَبّ! ([3])
د الله پاک د ويرې حاصلولو طريقه
الله پاک دې مونږ ته د خپلې ويرې دولت رانصيب کړي۔ که د الله پاک د ويرې د نعمت نه مالا مال کيدل غواړئ نو ٭ دې د پاره د قرآنِ کريم د تلاوت معمول جوړ کړئ! خاص طور هٰغه آيتونه پۀ کومو کښې چې د الله پاک د عذاب، د دوزخ، د قيامت ذِکر دے،