Book Name:Shan e Usman e Ghani

دواړه ضروري دي، چي صرف د رب د ويري غلبه وي او بنده  د رحمت نه بالکل اميد نۀ ساتي دا هم صحيح خبره نۀ ده او د الله پاک د رحمت نه طمع وي خو بنده د الله پاک د ګرفت نه بالکل بے ويرې شي، دا هم صحيح نۀ دي۔ حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ     پۀ خپل کتاب مِنهَاجُ العَابِدِين کښې ويرې او اُميد ته د عَقْبَۃُ الْبَوَاعِثْ نوم ورکړے دے يعنې ويره او اُميد هٰغه څيزونه دي کوم چې انسان له د عبادت رغبت ورکوي۔ ځکه د يو نيک او عبادت ګزار، ښه مسلمان جوړيدو د پاره ضروري دي چې مونږه د الله پاک د رحمت نه اُميد هم وساتو او د هغۀ د پټ تدبير نه، د هغۀ د غضب نه پۀ ويره کښې هم اوسو۔

پۀ معاشره کښې د مايوسۍ مثالونه

د بده قسمته  نن سبا چې څنګه د الله پاک د ويرې کمے دے، داسې مايوسي هم خوريږي۔ ٭ يوه ورځ چې پۀ دکان کښې امدن کم شي نو زړۀ پريشانه شي ٭ که بيمار شو نو مايوسي ٭ که څۀ پريشاني راشي نو مايوسي ٭ مصيبت راشي نو مايوسي ٭ که زمونږه ځوانان پۀ امتحان کښې فيل شي نو مايوسه شي ٭ بعضې نادانه خو د مايوسۍ کندې ته داسې پريوځي چې پۀ تنګدستۍ، غريبۍ، پريشانۍ او امتحان وغيره کښې د ناکامۍ نه مايوسه شي او د خود کشۍ لار اختيار کړي۔ اَلاَمان وَالحَفِيظ

الله پاک دې مونږه محفوظ کړي۔ د الله پاک د رحمت نه هيڅکله هم مايوسه کيدل نۀ دي پکار۔ د مسلمانانو د څلورم خليفه حضرت علي المُرتضیٰ رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   نه پوښتنه وکړے شوه:د ټولو نه لويه ګناه څۀ ده؟ اوئې فرمائيل: د الله پاک د پټ تدبير نه بے ويرې کيدل او د هغۀ د رحمت نه مايوسه کيدل۔ ([1])

میں نے مانا کہ حامِدؔ گنہگار ہے     مَعْصِیَت کیش ہے اور خَطا کار ہے


 

 



[1]... کنزالعمال، کتاب الاذکار، جز:2 ، جلد:1 ، صفحہ:167، حدیث:4322 ملتقطًا۔