Book Name:Shan e Usman e Ghani
رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نـمونځ کښې د سورۀ بَقَرَه تلاوت شروع کړو، ما پۀ زړۀ کښې سوچ کولو چې حضور، جانِ کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به 100 آيتونه ولولي او رکوع به وفرمائي خو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ 100 رکعتونو رکوع ونکړه بلکې مخکښې يـې لوستلو، بيا ما سوچ وکړو چې پۀ 200 آيتونو بۀ رکوع وفرمائي خو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ 200 آيتونو باندې هم رکوع ونکړه۔ بيا ما سوچ وکړو چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ ټوله سورۀ بقره پوره کيدو (يعنې د دوه نيمو سيپارو) پۀ پوره کيدو رکوع فرمائي۔ سورۀ بقره پوره شوه خو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا هم رکوع ونکړه بلکې سورۀ آلِ عِمران يـې شروع کړو۔ بيا ما سوچ وکړو چې حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د سورۀ آل عِمران پۀ تلاوت پوره کولو رکوع وکړي۔ (خو زما سوچ دا ځل هم صحيح نۀ شو)، جانِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سورۀ آلِ عِمران مکمل کړو (يعنې پاؤ کم څلور سيپارې يـې تلاوت کړې) خو رکوع يـې ونکړه بلکې سورۀ نِسَآء يـې هم شروع کړو۔
حضرت حذيفه رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ فرمائي: ما سوچ وکړو چې کيدے شي حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سورۀ نِسَآء پۀ تلاوت پوره کولو رکوع وکړي، بيا هم زما سوچ صحيح نۀ وو، جانِ کائنات، فخر موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سورۀ نِسَآء مکمل کړو (يعنې پاؤ باندې پينځه سيپارې پوره شوې)، بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سورۀ مائِده شروع کړه او د سورۀ مائِده د تلاوت پوره کولو نه پس (يعنې تقريباً پۀ پاؤ باندې شپږو سيپارو تلاوت کولو) يـې رکوع وفرمائيله۔ ما واوريدل چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ رکوع کښې سُبْحَانَ رَبِّیَ الْعَظِیْم لوستل، بيا (پۀ دويم رکعت کښې) رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سورۀ اَنعَام شروع کړو۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
[1]... سُبُلُ الْهُدَیٰ، جماع ابواب سیرتہ …الخ، الباب الثالث فی وقت قیامہ…الخ، جلد:8 ، صفحہ:278 ملتقطًا۔