Book Name:Lambi Zindagi kay Fazail

به اِسلامي مياشتې پۀ خپله خوښه مخکښې وروستو کولې، د اِسلام ډير احکام د اِسلامي مياشتو سره تړلي دي، مثلاً د ذُو الـحِجَّه پۀ مياشت کښې حج ادا کولے کيږي، پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې روژې فرض دي، دغه شان  د نورو ډيرو اِسلامي احکامو او حلالو او حرامو تعلق د اِسلامي مياشتو سره دے، که مياشتې مخکښې وروستو کړے شي نو ډير اِسلامي احکام به بدل شي۔ ځکه د جهالت د زمانې دا د جهالت رسم ختم کړے شو او د اِسلامي مياشتو ترتيب برابر کړے شو۔ ([1]) ارشاد وشو:

اِنَّ عِدَّۃَ الشُّہُوْرِ عِنْدَ اللّٰہِ

(پارہ:10، سورۀ التوبة:36)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه د مياشتو شمير د الله پاک پۀ نزد۔

يعنې اِسلامي کال د کوم تاريخ او مياشتې چې د سپوږمۍ پۀ حساب سره بدليږي، د الله پاک پۀ نزد دا ټولې مياشتې څومره دي؟ فرمائي:

اثْنَا عَشَرَ شَہْرًا

(پارہ:10، سورۀ التوبة:36)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دولس مياشتې دي۔

نۀ 13، نۀ 11 بلکې پوره  12 دي۔ نور فرمائي:

فِیْ  کِتٰبِ اللّٰہِ

           (پارہ:10، سورۀ التوبة:36)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د الله پۀ کتاب کښې۔

يعنې د دې مياشتو دا شميره پۀ لَوحِ محفوظ کښې ليکلے شوې ده، د کله نه ليکلے شوې ده؟

یَوْمَ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ

(پارہ:10، سورۀ التوبة:36)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د کله نه چې هغۀ اسمانونه او زمکه جوړ کړي دي۔

سُبْحٰنَ اللہ! دا د اِسلامي مياشتو فضيلت دے۔ پۀ دُنيا کښې د مياشتو شميره پۀ څومره لحاظونو سره کيږي، لکه څنګه چې نن سبا عام طور عيسوي تاريخ رائج دے خو د اِسلامي مياشتو شان ته وګورئ چې د مياشتو د شميرې دا د ټولو نه پخوانے انداز دے چې الله پاک د زمکې او د اسمان د پيدا کيدو سره  دا مقرر کړو او پۀ لَوحِ محفوظ باندې هم دا ليکلے شوے دے۔


 

 



[1]... تفسیرِ نعیمی ، پارہ:10 ، التوبہ، زیرِ آیت:36 ، جلد:10 ، صفحہ:293 -  294 خلاصۃً۔