Book Name:Lambi Zindagi kay Fazail
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اِسلام مونږ ته پۀ دې حقيقي، د ټولو نه پۀ پخوانو او د الله پاک پۀ نزد پۀ مقبولو مياشتو باندې د خپل حساب کولو ترغيب راکړو، کاش چې مونږه د دې نعمت قدر وکړو او د اِسلامي مياشتو پۀ لحاظ سره د خپل ژوند د تيرولو کوشش وکړو۔
خیر! دا ټولې مياشتې 12 دي خو پۀ فضيلت کښې دا ټولې برابرې نۀ دي، بلکې
مِنْہَاۤ اَرْبَعَۃٌ حُرُمٌ ؕ
(پارہ:10، سورۀ التوبة:36)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د هغې نه څلور مياشتې حُرمت والا دي۔
یعنې (1): ذُو الْقَعْدَہ (2): ذُو الْحِجَّه (3): مُحَرَّم او (4): رجب، دا 4 مياشتې ډيرې د عزت والا، ډيرې د حُرمت والا دي۔ ([1])
ذٰلِکَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ ۬ۙ
(پارہ:10، سورۀ التوبة:36)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا صحيح دِين دے۔
یعنې پۀ کال کښې 12 مياشتې کيدل او پۀ دې کښې د 4 مياشتو د حُرمت (يعنې د عزت او احترام) والا کيدل، دا صحيح دِين دے، دا مِلَّتِ ابراهيمي دے۔ د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ دې کښې دا تعليم دے چې د خپل ژوند حساب د سپوږمۍ پۀ مياشتو وساتئ چې دا الله پاک ته محبوب دي۔ ([2])
د دې نه مخکښې الله پاک د دې حُرمت والا مياشتو د تيرولو طريقه ښودلې ده، ارشاد دے:
فَلَا تَظْلِمُوْا فِیْہِنَّ اَنْفُسَکُمْ
(پارہ:10، سورۀ التوبة:36)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو پۀ دې مياشتو کښې پۀ خپلو ځانونو ظُلم مۀ کوئ۔
هسې خو چې ګناه کله هم کولے شي هغه ګناه وي، ګناه وور دے، کوم چې صرف نقصان رسوي، البته دا 4 مياشتې: (1): ذُو الْقَعْدَہ (2): ذُو الْحِجَّه (3): مُحَرَّم او (4):رجب۔ دا ډيرې د عزت والا مياشتې دي، پۀ دې