Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein
خوشحالۍ نه د اَللہُ اَکْبَر نعره ووهله، د کومې اواز چې پۀ مکه مکرمه کښې تر لرې لرې پورې واوريدے شو، پۀ دغه ورځ مسلمانانو پۀ وړومبي ځل پۀ مسجدِ حرام کښې پۀ ښکاره نـمونځ ادا کړو، د هٰغې ورځې نه واخله تر د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د ظاهري وصاله پورې د اِسلام عزت د اوچت نه هم اوچت ششش شو، اِسلام تر لرې لرې پورې خور شو، د عدل او انصاف بے مثاله نظام قائم شو او د کافرانو پۀ محلونو هم د اِسلام جنډه ولګيدله۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا دے د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا اثر۔۔۔!! حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ چې تر څو پورې پۀ دُنيا کښې وو، د اِسلام عزت ډير زيات شو خو آه! د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د وصال نه پس مختلفو فتنو سر راپورته کول شروع کړل۔
فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د فِتنو تالا ده
يو ځل د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ او د حضرت ابو ذَر غفاري رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ ملاقات وشو، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د حضرت ابو ذَر رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ سره لاس ميلاؤ کړو او پۀ مينه يـې د هغوئي لاس له زور ورکړو، پۀ دې باندې حضرت ابو ذَر غفاري رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ ووئيل: دَعْ يَدِيْ يَا قُفْلَ الْفِتْنَةِ يعنې اے د فتنې تالې! زما لاس پريږدۀ۔
حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ چې ترينه د دې وضاحت وغوښتو نو حضرت ابو ذَر رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ عرض وکړو: يوه ورځ د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو پۀ ليدلو فرمائيلي وو: لَا تُصِيْبُكُمْ فِتْنَةٌ مَّا دَامَ هٰذَا فِيْكُمْ يعنې چې تر څو پورې دا (يعنې حضرت عمر فاروق رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ ) په ستاسو کښي موجود وي ، تاسو ته به فتنه نۀ رارسي۔ ([1])