Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein

کولو باوجود هم پۀ دغه کتابونو کښې د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان ذِکر موجود وو۔

هر صحابيِ نبي! جَنَّتي جَنَّتي                     ټولې صحابِياتې هُم! جَنَّتي جَنَّتي

څلور ياران د نبي! جَنَّتي جَنَّتي                        حضرتِ صديق هُم جَنَّتي جَنَّتي

او عُمر فاروق هُم جَنَّتي جَنَّتي                         عُثمانِ غني جَنَّتي جَنَّتي

فاطِمه او علي جَنَّتي جَنَّتي                                 دي حسن حُسين هُم جَنَّتي جَنَّتي

والدين د نبي جَنَّتي جَنَّتي                                     هره زَوجۀِ نبي جَنَّتي جَنَّتي

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د حضرت فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  تعارف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ٭ پۀ وړومبي مُحَرّم الـحَرام د فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  ورځ نمانځلے شي ٭ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير خوږ صحابي دے ٭ هغوئي د مسلمانانو دويم خليفه دے ٭ پۀ دُنيا کښې د دواړو جهانو د سلطان، رحمتِ عالميان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خاص وزير وو ٭ الله پاک هغوئي ته ډير اوچت شانعطا کړے دے۔ يقيناً چې د نورو صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان پۀ شان پۀ تورات او انجيل کښې د هغوئي هم ذِکرِ خير موجود وو، پۀ دغه مخکښينو اسماني کتابونو کښې د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  کوم شان  بيان شوے، راځئ چې پۀ دې باره کښې يو څو روايتونه واورو:

پۀ دِيني احکامو نافذولو کښې سختۍ کولو والا حاکِم

يو ځل د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  د يو پادري نه پوښتنه وکړه: ھَلْ تَجِدُوْنَا فِیْ شَیْءٍ مِّنْ کُتُبِکُمْ يعنې آيا ستاسو پۀ کتابونو کښې زمونږ پۀ باره کښې