Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein
پۀ دُنيا کښې وي د هغوئي دِين به غالِب وي، خلقو به د الله پاک رسۍ مضبوطه نيولي وي، دوزخ ته به تالې لګيدلې وي، چې کله عمر د دُنيا نه رخصت شي، نو يقين به کمزورے شي، د نيکانو خلقو ژوند به کم شي، خلق به پۀ فرقو کښې تقسيم شي، بيا به د دوزخ دروازې برسيره کړے شي او خلق به هغې ته غورځيږي۔ ([1])
فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ اِسلام له عزت ورکړو
سُبْحٰنَ اللہ! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! څومره ځانګړے شان دے، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ لا دُنيا ته تشريف هم نۀ وو راوړے، دې نه مخکښې به هم چې د مخکښينو اسماني کتابونو کومو خلقو تلاوت کولو، د اسماني کتابونو عالِمان وو، د مخکښينو نبيانو د ارشاداتو نه خبر وو، هغوئي ته معلومه وه چې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ اُمت کښې به يو کَس وي ٭ د هغوئي نوم به عمر بن خطَّاب وي ٭ د هغوئي دِين به بهتر او يقين به يې ډير پوخ وي ٭ تر څو پورې چې هغوئي پۀ دُنيا کښې وي، دِين به غالِب وي، خلق به د دوزخ نه بچ کيږي او چې کله هغوئي د دُنيا نه لاړ شي نو د دوزخ تالې به برسيره کړے شي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته لږ د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا اثر ته هم وګورئ! د الله پاک محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا کړې وه: اَللّٰہُمَّ اَعَزِّ الْاِسْلَامَ بِعُمَربْنِ الْخَطَّاب اے الله پاکه! د عمر بن خطَّاب پۀ ذريعه د اِسلام عزت اوچت کړې۔ ([2])
دا خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم د دغې دُعا برکت وو چې پۀ کومه ورځ باندې چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ اِسلام قبول کړو، هٰغه وخت مسلمانانو د