Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein
پاڅۀ! اے د دوزخ د تالې ځويه۔۔۔!!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې مفهوم يو بَل روايت هم دے، حضرت عبد الله بن سلام رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ څوک چې ډير د اوچتې مرتبې صحابئ رسول دے، هغوئي د تورات شريف ډير لوئي عالِم وو، يو ځل هغوئي وليدل چې يو کَس څادر پۀ ځان راچولے دے او اوده دے، هغوئي هغۀ د ښپې نه وخوزولو او اوئې وئيل: تۀ څوک يـې؟ اوده کَس راپاڅيدو او اوئې وئيل: د اَمِيرُ المُؤمِنِين (يعنې حضرت فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ ) ځوي عبد الله بن عمر يم۔ پۀ دې باندې عبد الله بن سلام رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ وفرمائيل: قُمْ يَا اِبْنَ قُفْلِ جَهَنَّم يعنې اے د دوزخ د تالې ځويه! پاڅۀ!
د خپل والدِ محترم پۀ باره کښې چې يـې داسې الفاظ واوريدل نو حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما له ډيره غصه ورغله، هغوئي فوراً د خپل والدِ محترم حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ پۀ خدمت کښې حاضر شو او اوئې وئيل: بابا جانه! حضرت عبد الله بن سلام رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ تاسو ته د دوزخ تاله وائي۔ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ هم پۀ دې اوريدو ډير حيران شو، هغوئي فوراً د حضرت عبد الله بن سلام رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ خوا له تشريف يوړلو او پوښتنه يـې وکړه: اے ابنِ سلام! معلومه شوې ده چې تاسو ما ته د دوزخ تاله وايئ؟ حضرت عبد الله بن سلام رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ عرض وکړو: آؤ جي! وايم يـې۔ پوښتنه يـې وکړه: تاسو ته څنګه معلومه شوه چې زۀ دوزخي يم؟ حضرت عبد الله بن سلام رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ عرض وکړو: مَعَاذَ الله! ما تاسو ته دوزخي نۀ دي وئيلي بلکې د دوزخ تاله مې وئيلې ده، ما ته زما والِد روايت بيان کړے وو چې د الله پاک نبي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام فرمائيلي دي چې د مُحَمَّد [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] پۀ اُمت کښې به يو کَس وي، خلق به هغۀ ته عمر بن خطَّاب وائي، هغۀ به د ټولو نه بهتر دِين والا وي، د هغۀ يقين به ډير پوخ وي، تر څو پورې چې هغہ