Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein

وضاحت: دا غلطي هم پۀ مسلمانانو کښې عامه ده چې د هلک پۀ پيدائش هلک ته د سرو زرو ګوتمه اچوي۔ ياد ساتئ چې نابالغه هلک ته د سرو سرو ګوتمه اچول هم داسې ناجائزه، ګناه او حرام کار دے لکه څنګه چې يو بالغ ته د سرو زرو د ګوتمې اچول حرام دي۔ د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بالغ او نابالغه کښې د فرق کولو نه بغير د مذکر پۀ حق کښې سرۀ زر حرام کړي دي۔ ځکه نابالغه هلک ته هم د سرو زرو ګوتمه اچول حرام دي البته نابالغه ته د ګوتمې اچولو پۀ شکل کښې به دا ګناه د هٰغه ماشوم نۀ بلکې هغۀ ته د اچوونکي وي ځکه چې نابالغه مُکلَّف نۀ دے يعنې پۀ هغۀ باندې د شريعت احکام لازمي نۀ دي۔ ([1])

صدر الشريعه مفتي محمد امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هلکانو ته د سرو زرو کالي اچول حرام دي او چا چې ورته واچول نو هغۀ به ګنهګار وي۔ ([2])

الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ دې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                             صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)

يَا بَصِيرُ

څوک چې روزانه د مازديګر پۀ وخت (يعنې د مازديګر د وخت د شروع کيدو نه تر د نمر پريوتو پورې پۀ څۀ وخت کښې هم) 7 کرته يَا بَصِيرُ لولي نو د ناڅاپي مرګ نه به محفوظ


 

 



[1]... دارُ الافتاء اہلسنت، غیر مطبوع، ریفرنس  نمبر:7892 ۔

[2]... بہارِ شریعت، جلد:3، صفحہ:428، حصہ:16۔