Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein
فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د اِسلام مضبوطه قلعه ده
حضرت زيد بن وَهب رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ فرمائي: يو ځل مونږ د صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ پۀ خدمت کښي حاضر وو، د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ ذِکرِ خير وشو، د هغوئي نوم يـې چې واوريدو نو حضرت عبد الله بن مسعود رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ پۀ زار وقطار وژړل، تر دې پورې چې د هغوئي پۀ اوښکو چټائي لـمده شوه۔ بيا هغوئي وفرمائيل: بے شکه فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د اِسلام د پاره مضبوطه قلعه وه، پۀ کومه کښې چې به خلق داخليدے خو شو خو وتلے به ترينه نۀ شو۔ آه! څنګه چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ وفات شو، نو خلق د اِسلام نه په وتلو شو۔ ([1])
پۀ کومه ورځ باندې چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ وفات شو، پۀ هٰغه ورځ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضاعي (يعنې د پئيو ورکولو د رشتې) مور جانې حضرت اُمِّ اَيمن رَضِىَ اللهُ عَـنْها وفرمائيل: اَلْيَوْمَ وَهِيَ الْاِسْلَامُ يعنې نن اِسلام کمزورے شو۔ ([2])
بہارِ باغِ ایماں حضرتِ فاروقِ اعظم ہیں چراغِ بزمِ عرفاں حضرت فاروقِ اعظم ہیں
عمر عامر ہیں دیں کے حق تعالیٰ ان کا ناصر ہے دِلِ مومن کے تاباں حضرتِ فاروق اعظم ہیں([3])
وضاحت: يعنې د اِيمان د باغ سپرلے او د معرفت د محل شمع حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ دے، او د الله پاک پۀ مدد سره د اِسلام عمر زياتوونکے او د مؤمِن زړۀ ځلوونکے حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ دے۔