Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein

هم څۀ ليکلے شوي دي؟ پادري پۀ آؤ کښې جواب ورکړو، حضرت عمر فاروقِ اعظم       رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  ترينه پوښتنه وکړه: کَیْفَ تَجِدُوْنِیْ ما پۀ خپلو کتابونو کښې څنګه بيامومئ؟ پادري ووئيل: قَرْنٌ مِّنْ حَدِیْدٍ يعنې زمونږ پۀ کتابونو کښې ليکلي شوي دي چې تاسو د اوسپنې ښکر يئ۔ هغوئي وفرمائيل: د اوسپنې ښکر! د دې څۀ مطلب دے؟ پادري ووئيل: اَمِیْرٌ شَدِیْدٌ يعنې (پۀ دِيني احکامو نافذولو کښې) سختۍ کولو والا حاکِم۔ پۀ دې باندې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  د الله پاک شُکر ادا کړو او اوئې فرمائيل: الله پاک د ټولو نه لوئي دے، ټول تعريفونه د هغۀ د پاره دي۔ ([1])

د نجران والؤ ګواهي

يو ځل اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  پۀ اَس باندې سور چرته روان وو، ناڅاپه د هغوئي د پنډۍ مبارکې نه کپړه لرې شوه، اتفاقي طور هٰغه وخت پۀ نجران والؤ (کوم چې کافران وو، پۀ هغوئي) کښې د چا نظر د هغوئي پۀ پنډۍ مبارکه باندې پريوتو، هلته تور ټاکے وو، پۀ دې باندې د نجران والؤ ووئيل: ھٰذَا الَّذِیْ نَجِدُ فِیْ کِتَابِنَا یُخْرِجُنَا مِنْ اَرْضِنَا يعنې دا هم هٰغه کَس دے د چا پۀ باره کښې چې زمونږه پۀ کتابونو کښې ليکلے شوي دي چې دا به مونږه زمونږ د زمکو نه اوباسي۔ ([2])

اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تاسو وکتل چې پۀ مخکښينو اسماني کتابونو کښې د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  ذِکرِ خير څومره پۀ تفصيل سره موجود وو، کافرانو صرف د هغوئي پۀ پنډۍ مبارکه باندې تور ټاکے وليدو او د هغې نه يـې هغوئي وپيژندل۔


 

 



[1]... مناقب امیر المؤمنین عمر بن الخطاب لابن الجوزی، الباب الرابع، فی صفۃ  فی التوراۃ، صفحہ:15۔

[2]... مجمع الزوائد، باب مناقب عمر بن الخطاب، باب فی صفۃ، جلد:9، صفحہ:32، حدیث:14400۔