Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein

بَيتُ المُقَدَّس څنګه فتح شو۔۔۔؟

بَيتُ المُقَدَّس کوم چې ډير مبارک ښار دے، دا پۀ وړومبي ځل د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  پۀ خلافت کښې فتح شو، د دې فتح کولو واقعه ډيره عجيبه ده، داسې وشو چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  حضرت ابو عُبَيدَه بن جَرَّاح رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  د لښکر سپه سالار مقرر کړو او يو لښکر يـې ورکړو او بَيتُ المُقَدَّس ته يـې وليږلو، حضرت ابو عبيده بن جَرَّاح رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  د لښکر سره بَيتُ المُقَدَّس ته ورسيدو، د کافرانو د قلعه نه يـې ګِيره چاپير کړه، تقريباً تر څلورو مياشتو پورې دا جنګ روان وو خو څۀ نتيجه يـې راونۀ وتله۔

پۀ بَيتُ المُقَدَّس کښې د کافرانو يو ډير لوئي راهِب وو، يوه ورځ هٰغه راهِب د قلعه ديوال ته وختو او د حضرت ابو عُبَيدَه بِن جَرَّاح رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  يې مخاطب کړو او ورته  يـې ووئيل چې مونږ به پۀ هر حال کښې ستاسو سره جنګ کوو، زمونږه ښار صرف يو کَس فتح کولے شي، د هغۀ صفتونه زمونږ پۀ کتابونو کښې ليکلے شوي دي، تۀ هغۀ نۀ يـې۔

حضرت ابو عُبَيدَه بِن جَرَّاح رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  وفرمائيل: هغۀ به څوک وي؟ ستاسو پۀ کتابونو کښې د هغۀ څه  صفتونه ليکلے شوي دي؟ راهِب ووئيل: هغۀ به د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) اُمتي وي، د هغۀ نوم به عمر بن خطَّاب وي، خلق به هغۀ ته فاروق وائي، د دِين پۀ معامله کښې به ډير سخت وي، د الله پاک پۀ معامله کښې به د خلقو د ملامتيا پروا نۀ کوي۔

حضرت ابو عبيده بن جَرَّاح رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  چې د راهِب دا خبره واوريدله نو مُسکے شو او د خوشحالۍ نه يـې وفرمائيل: فَتَحْنَا الْبَلَدَ  وَ رَبِّ الْکَعْبَۃِ يعنې د کعبې پۀ رَبّ مې دې قَسم وي! مونږه دا ښار فتح کړو۔ بيا حضرت ابو عُبَيدَه بِن جَرَّاح رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  ته خط وليکلو او د بَيتُ المُقَدَّس د راتللو عرض يـې وکړو، حضرت عمر