Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein
فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ تشريف راوړو، هٰغه نصراني راهِب چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ وليدو نو اوئې پيژندلو او هغۀ خپل قوم ته غږ وکړو: اے خلقو! دا هٰغه دے، د چا ذِکر چې زمونږ پۀ کتابونو کښې دے، هم دا به زمونږه ښار فتح کوي۔
بيا هٰغه کافرانو د جنګ کولو نه بغير بَيتُ المُقَدَّس حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ ته حواله کړو۔ ([1])
فارقِ حق و باطل امامُ الہُدیٰ تیغِ مَسْلُولِ شدت پہ لاکھوں سلام
وضاحت: د حق د باطِل نه جُدا کوونکے او هدايت ورکوونکے اِمامِ بَرحق حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د هٰغه تورې پۀ شان دے کومه چې د اِسلام پۀ حمايت کښې په سختۍ سره اوچتولے شي پۀهغوي رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ دې پۀ لکونو سلامونه وي۔
فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ پۀ مسلمانانو باندې رحيم او کريم دے
حضرت کعبُ الاَحبَار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اوچتې مرتبې تابعي دے۔ چې کله بَيتُ المُقَدَّس فتح شو، هٰغه وخت د حضرت کعب الاَحبَار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ سره وړومبے ملاقات وشو، هٰغه وخت حضرت کعب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کلمه ووئيله او اِسلام يـې قبول کړو۔ ([2])
پۀ دې موقع باندې حضرت کعب الاَحبَار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووئيل چې د الله پاک پۀ کتاب کښې ليکلے شوي دي چې داسې ښار چرته چې به بني اسرائيل اوسيږي، هغه به د يو داسې کَس پۀ لاس باندې فتح کيږي ٭ څوک چې به نيک وي ٭ پۀ مسلمانانو باندې به رحم کوونکے او د کافرانو د پاره به دردناک عذاب وي ٭ د هغۀ ظاهر او باطن به يو شان وي، د هغۀ پۀ قول او فعل کښې به تضاد نۀ وي ٭ خپل او پردي ټول به د هغۀ د پاره يو برابر وي ٭ د هغۀ ملګري