Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein

به د شپې عبات کوونکي ٭ د ورځې روژه نيوونکي او ٭ د خلقو غمخوران وي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا ټول صفتونه د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  بيانيدل ٭ هغوئي نيک هم دے ٭ پۀ مسلمانانو باندې رحم کوونکے هم دے ٭ عدل او انصاف قائموونکے هم دے او ٭ هُم هغوئي هٰغه هستي ده چا چې د کافرانو ښارونه فتح کړل ٭ تر دې پورې چې د قيصر او کِسریٰ پۀ محلونو باندې يـې هم د اِسلام جنډه ولګوله۔  

اَشِدَّاءُ عَلَی الْکُفَّار کے مصداقِ اَعلیٰ ہیں             مُذِلِّ کُفر وطُغیاں حضرتِ فاروق اعظم ہیں

وہ عالَم دَبدبہ کا  کانپتے ہیں قیصر وکسریٰ                   ہے جن سے دین کی شاں حضرتِ فاروق اعظم ہیں([2])

وضاحت: پۀ قرآنِ پاک کښې د صحابۀ کرامو يو صِفت دا بيان شو چې اَشِدَّاءُ عَلَی الْکُفَّار دوئي پۀ کافرانو باندې ډير سخت دي، دا آيت مبارک د ټولو نه پۀ وړومبۍ درجه پۀ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  باندې صادق راځي، هغوئي کُفر او سرکشي ذليله کوونکے دے، د هغوئي د رعب او دبدبې دا حالت دے چې د هغوئي د نوم نه د روم او د ايران باشاهان ويريږي، د چا پۀ وجه چې د اِسلام دومره شان او شوکت نصيب شو د هغوئي نوم حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  دے۔

فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  د دوزخ نه خنډ(منع کوونکے) دے

حضرت اُمِّ کلثوم رَضِىَ اللهُ عَـنْها د سرورِ عالَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلې نمسۍ يعنې د حضرت بي بي فاطِـمةُ الـزَهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْها شهزادګۍ ده، هغۀ د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  پۀ نکاح کښې وه، يوه ورځ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  وليدل


 

 



[1]... الریاض النضرۃ، الباب الثانی، الفصل التاسع، ذکر نبذۃ من فضائلہ، صفحہ:274۔

[2]... دیوانِ سالک، صفحہ:73-75۔