Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

اے د محشر والؤ! دا عمر دے۔۔۔!!

د حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے، د قيامت پۀ ورځ چې به کله حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  د الله پاک پۀ بارګاه کښې حاضريږي، هٰغه وخت به اِسلام عرض کوي: يَا رَبِّ هٰذَا عُمَرُ اَعَزَّنِيْ فِيْ دَارِ الدُّنْيَا فَاَعِزْهُ فِيْ عَرَصَاتِ الْقِيَامَةِ يعنې اے رَبِّ رحمان او رحيمه! دا عمر دے، دۀ پۀ دُنيا کښې زما عزت اوچت  کړے وو، نن د قيامت پۀ ميدان کښې تۀ دۀ ته عزت عطا کړې۔

د دې سره به حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  ته 2 چغې(جُبې) واغوستلے شي، د دغه چغو خوشبوئي به داسې وي چې که پۀ دغه کښې يوه هم پۀ دُنيا کښې پرانستے شي نو ټوله دُنيا به يـې پۀ خوشبويۍ باندې معطره شي۔ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  به پۀ نُوراني اوښه باندې کښينولے شي، د هغوئي مخې ته به 70 زره جنډې خوزيږي، هٰغه وخت به پۀ محشر کښې يو اواز کيږي: یٰاَهْلَ الْمَوْقَفِ هٰذَا عُمَرُ فَاعْرِفُوْهُ اے د محشر والؤ! دا عمر دے، دا وپيژنئ۔۔۔!! ([1])

اے د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتِ کرامو رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ م عاشقانو! حضرت عمر فاروقِ اعظم    رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  چې تر څو پورې پۀ دُنيا کښې تشريف فرما وو، د اِسلام د سربلندۍ د پاره يـې کوشش کولو ٭ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره يـې پۀ جنګونو کښې هم شرکت وکړو ٭ سر يـې پۀ تَلي کښې کيښودو او د اِسلام د پاره وجنګيدو ٭ د اِسلام د سربلندۍ د پاره هغوئي خپل ځان پۀ مشقت کښې هم واچولو  ٭ پۀ دُنيا کښې د عدل نظام قائِم شو، دې د پاره هغوئي وږي هم پاتې شول ٭ تقريباً د


 

 



[1]... الریاض النضرۃ، الباب الثانی، الفصل التاسع، ذکر نبذۃ من فضائلہ، صفحہ:274 بتغیر قلیل۔