Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein

نيمې دُنيا د رُعب لرونکي خليفه کيدو باوجود هغوئي پيوند لګيدلې جامې هم واغوستې ٭ قربانۍ يـې ورکړې ٭ تکليفونه يـې برداشت کړل ٭ خپل خواهشات  يـې ختم کړل او د هميشه د پاره يـې  اِسلام سربلند کړو۔

پۀ دې کښې زمونږ د پاره سبق دے، آه! مونږه د خپلو خواهشاتو د پوره کولو د پاره، د خپل ارام د پاره، د اِسلام د سربلندۍ پروا نۀ کوو، زمونږه کردار ته چې وګوري نو کافران د اِسلام نه نفرت شروع کړي، آه! د دُنيا محبت، د مال او د دولت حِرص، د خپلې اَنا د پاره، د ذات پات پۀ نوم بے ځايه جنګ جګړې، قتلونه، دوکې، دروغ، بهتانونه لګول، دوکې ورکول غرض هٰغه کومه داسې يوه ګناه ده کومه چې پۀ مسلمانانو کښې نن پۀ نظر نۀ راځي۔۔۔!! ياد ساتئ چې زمونږه منفي کردار صرف زمونږ د پاره نۀ دے، د الله پاک د پاک دِين، دِين اِسلام  د پاره هم زيان رسوونکے دے، خلق چې مونږ مسلمانانو ته وګوري نو د اِسلام نقشه پۀ ذهنونو کښې کښينوي۔

د يو انګريز مُفکر عبرتناک جواب

  شيخ الـحديث، حضرت علّامه عبد الـمصطفےٰ اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته د يو انګريز مفکر خبره بيا بيا راياديږي، د هغۀ نه يو مسلمان پوښتنه کړې وه چي: تۀ صاحبِ نظر (يعنې عقل مند) يـې، بيا ولې نۀ مسلمانيږې؟ پۀ دې باندې انګريز داسې عبرتناک جواب ورکړو چې د هغې پۀ اوريدو به د هر غيرت مند مسلمان پۀ تندي باندې خوله راشي۔ زۀ چې کله هٰغه اِسلام وينم کوم چې پۀ اِسلامي کتابونو کښې ليکلے شوے دے نو زما پۀ زړۀ کښې د اِسلام حقانيت کور جوړ کړي خو چې کله هٰغه اِسلام ته وګورم پۀ کوم باندې چې نن مسلمانان عمل کوي نو زما پۀ زړۀ کښې د اِسلام نه سخت نفرت پيدا شي۔ ([1])


 

 



[1]... عرفانی تقریریں، بیان: زوال کے  اسباب، صفحہ:101 بتغیر قلیل۔