Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein

بَن گئے تنکے نشیمن کے قفس کی تیلیاں                     بَن گیا کیا؟ ہم چلے تھے کیا بنانے کے لئے

وضاحت: کور مو جوړ کړے وو، قيد خانه ترينه جوړه شوه، مونږه جوړول څۀ؟ او څۀ ترينه جوړ شو؟ مطلب دا چې مونږه د اُلټا لارې مسافر جوړ شو، پکار خو دا وه چې مونږه د نورو د پاره د ژوند تيرولو نمونه جوړ شوي وو، زمونږه پۀ وجه اِسلام ترقي کولے خو اُلټا وشو، خلقو زمونږ پۀ وجه د اِسلام نه نفرت شروع کړو۔

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! مونږه د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  ذِکرِ خير واوريدو، هغوئي ټول ژوند د اِسلام د سربلندۍ  د پاره تير کړو، راځئ چې مونږه هم د زړۀ نه د دُنيا محبت اوباسو ٭ د مال او دولت د حِرص نه ځان خلاص کړو ٭ خپلې جنګ جګړې ختمې کړو او ټول يو موټے شو ٭ پۀ اِتفاق او اِتحاد سره ټول عاشقانِ رسول پۀ شريکه د دِين خدمت وکړو ٭ مونږه خپل کردار د دِين مطابق جوړ کړو ٭ خپل کارونه د دِين او د شريعت مطابق کړو ٭ خپل چال چلن  بدل کړو ٭ خپل ژوند د اِسلامي اُصولو مطابق جوړ کړو ٭ راځئ چې د سُنَّتو نمونه جوړه شو ٭ پۀ سر باندې مو پټکے وي ٭ پۀ مخ باندې مو ګيره وي ٭ پۀ ژبه باندې مو رښتيا وي ٭ پۀ کردار کښې مو امانت داري ٭ همدردي ٭ رحم دلي ٭ عدل او انصاف وي ٭ پۀ زړۀ کښې مو د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت ٭ للهيت او اِخلاص وي، داسې مونږه پاک ژوند تير کړو، پخپله هم نيک پرهيزګاره جوړ شو او د نورو د ترغيب ذريعه هم جوړه شوه۔  

عمل کا ہو جذبہ عطا یاالٰہی!                                      گُناہوں سے مجھ کو بچا یاالٰہی!

لباس اپنا سنّت سے آراستہ ہو                                  عِمامہ ہو سر پر سجا یاالٰہی!

سبھی  رُخ پہ اک مُشت داڑھی سجائیں                       بنیں عاشقِ مصطَفےٰ یاالٰہی!