Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein

چې حضرت اُمِّ کلثوم رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ سلګو سلګو ژاړي، هغوئي چې ترينه د ژړا د سبب پوښتنه وکړه نو د هغوئي بي بي  محترمې عرض وکړو: اے اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن! کعبُ الاَحبَار وائي چې تاسو د دوزخ پۀ دروازه باندې يئ۔

حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  چې دا واوريدل نو پۀ هغوئي باندې ويره غالبه شوه، هغوئي فوراً حضرت کعبُ الاَحبَار رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  راوبللو۔ حضرت کعب رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  چې څنګه حاضر شو نو عرض يـې وکړو: اے اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن! پۀ ما باندې تادي مۀ کوئ! پۀ الله پاک مې دې قَسم وي چې د ذُو الـحِج د ختميدو سره به تاسو جنَّت ته تشريف يوسئ۔

حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  چې دا خبره واوريده نو پۀ حيرانتيا سره يـې وفرمائيل: اَيَّ شَيْءٍ هٰذَا مَرَّةً فِي الْجَنَّةِ وَمَرَّةً فِي الَّنارِ؟ يعنې اے کعب! دا څنګه خبره شوه۔۔۔؟؟ کله وائې چې زۀ د دوزخ پۀ دروازه باندې يم او کله وائې چې زۀ جنَّتي يم؟ حضرت کعب رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  عرض وکړو: وَالَّذِيْ نَفْسِيْ بِيَدِهٖ! اِنَّا لَنَجِدُكَ فِيْ كِتَابِ اللہِ عَلٰى بَابٍ مِّنْ اَبْوَابِ جَهَنَّمَ تَمْنَعُ النَّاسَ اَنْ يَقْعُوْا فِيْهَا، فَاِذَا مِتَّ لَمْ يَزَالُوْا يَقْتَحِمُوْنَ فِيْهَا اِلٰى يَوْمِ الْقِيَامَةِ يعنې اے اَمِيرُ المُؤمِنِين! پۀ هٰغه ذات مې دې قَسم وي د چا پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے! مونږ د الله پاک پۀ کتاب کښې لوستلي دي چې تاسو د دوزخ پۀ دروازه باندې ولاړ يئ او خلق دوزخ ته د غورځيدو نه منع کوئ، چې کله تاسو د دُنيا نه تشريف يوسئ نو تر قيامته پورې به خلق دوزخ ته غورځيږي۔ ([1])

بھٹک سکتا نہیں ہر گز کبھی وہ سیدھے رستے سے          کرم جس بخت ور پر ہو گیا فاروقِ اعظم کا

خُدا کی خاص رحمت سے، مُحَمَّد کی عنایت سے            جہنّم میں نہ جائے گا، گدا فاروقِ اعظم([2])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... کنز العمال، کتاب الفضائل، جز:12، جلد:6، صفحہ:256، حدیث:35782۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:527۔