Book Name:Ghatay Ka Soda

راشن ورکوو، د چندې پۀ باکس کښې چنده اچوو خو پۀ زړۀ کښې نيت دے چې خلق راته سخي ووائي * پۀ ډير ښکلي اواز کښې تلاوت کوو خو پۀ زړۀ کښې مو دا نيت دے چې خلق ما ته د قرآنِ پاک قاري ووائي * نيک اعمال مو وکړه خو ريا مو وکړه، د کومې پۀ سبب چې د جنَّت نۀ بلکې د دوزخ حقدار جوړ شو۔ دا ډيره د تاوان سودا ده۔

پۀ يوه جُمله باندې يـې 2 حجونه ضائع کړل!

 يو ځل حضرت سُفيان ثَوري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د يو کَس دعوت له تشريف يوړلو، کوربه خادم ته ووئيل: پۀ هٰغه لوښو کښې طعام راوړه کوم چې ما پۀ دويم ځل د حج د سفر نه راوړي دي۔ حضرت سُفيان ثَوري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه وفرمائيل: اے مسکينه! تا پۀ يوه جمله کښې خپل 2 حجونه ضائع کړل۔ ([1])

نفسِ بدکار نے دِل پر یہ قیامت توڑی                                                    عَمَلِ نیک کیا بھی تو چھپانے نہ دیا([2])

رِيا کوونکے د الله پاک سره بد ديانتۍ کولو والا دے

پۀ روايت کښې دي: يو کَس پۀ بارګاهِ رسالت کښې عرض وکړو: يا رسولَ الله   صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د قيامت پۀ ورځ به کوم يو څيز نجات ورکوي؟ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د الله پاک سره بد ديانتي نۀ کول۔ هٰغه کَس بيا عرض وکړو: بنده د الله پاک سره بد ديانتي څنګه کولے شي؟ اوئې فرمائيل: داسې چې تۀ د الله پاک او د هغۀ د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمانبردارۍ والا کار د غَيرُ الله د راضي کولو د پاره وکړې۔ پس د ريا نۀ ځان ساته ځکه چې ريا شرکِ (اَصغر) دے او د قيامت پۀ ورځ به ريا کوونکے پۀ څلورو نومونو رابللے شي: (1): اے کافِره! (2): اے بد کاره! (3): اے دوکه


 

 



[1]... فضائلِ دُعا، صفحہ:281۔

[2]... سامانِ بخشش، صفحہ:72۔