Book Name:Ghatay Ka Soda

پاک د پټ تدبير نه هر وخت ويريږو او هر ساعت د ايمان د سلامتيا فِکر وکړو۔

د پټ تدبير نه نۀ ويريدل سخت نقصان ورکوونکے عمل دے

    پۀ قرآنِ کريم کښې دي:

فَلَا  یَاْمَنُ مَکْرَ اللّٰہِ   اِلَّا الْقَوْمُ  الْخٰسِرُوْنَ (۹۹)  

 (پارہ:9، سورۀ الاعراف:99)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو د الله د پټ تدبير نه صرف تباه کيدونکي خلق بے ويرې وي۔ 

علمائےکرام فرمائي: د الله پاک د پټ تدبير نۀ بالکل نۀ ويريدل کبيره ګناه ده۔ ([1])

د حضرت سفيان ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک نه ويره

حضرت سُفيانِ ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير د اوچتې مرتبے عالمِ دِين، ډير د اوچتې پايې مُحَدِّث او کامِل ولي دے، د حضرت سُفيان ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ باره کښې منقول دي چې د هغوئي ملا پۀ ځوانۍ کښې راټيټه شوې وه۔ خلقو ډير ځل د دې د وجهې نه د ځان د خبرولو کوشش وکړو خو حضرت سُفيان ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هيڅ جواب ورنکړو۔ يو ځل د هغوئي يو شاګرد بيا بيا د دې وجه وپوښتله نو اوئې فرمائيل: زما يو اُستاذ وو، هغوئي ډير پۀ لوئي علماؤ کښې شميرلے کيدلو، ما د هغوئي نه ډير علمونه زده کړي وو، چې کله د هغوئي د وفات کيدو وخت رانزدې شو نو ما ته يـې ووئيل: اے سُفيانه! آيا تۀ خبر يـې چې زما سره څۀ معامله وشوه؟ ما تر 50 کالو پورې مخلوق ته د الله پاک د اطاعت کولو او د ګناهونو نه د بچ کيدو تلقين کولو خو افسوس! نن چې زۀ وفات کيږم نو الله پاک زۀ د خپلې بارګاه نه پۀ دې فرمائيلو راويستم چې تۀ زما بارګاه ته د راتللو اهليت نۀ لرې۔

د خپل اُستاذ دا خبره چې مې واوريدله نو د عِبرت پۀ وجه زما ملا ماته شوه، د کومې د ماتيدو اواز چې هلته کښې موجودو خلقو هم واوريدو۔ ما د الله پاک د ويرې نه اوښکې


 

 



[1]... جہنم میں لے جانے والے اعمال، جلد:1، صفحہ:291۔