Book Name:Ghatay Ka Soda

اُولٰٓئِکَ الَّذِیْنَ اشْتَرَوُا الضَّلٰلَۃَ بِالْہُدٰی ۪ 

(پارہ: 1، سورۀ البقرة: 16)

د منافقانو دا صفت دے چې هغوئي هدايت پريږدي، ګمراهي اِختياروي خو د مؤمِن بنده دا شان دے چې هغۀ ګمراهي پريږدي او هدايت اِختياروي۔

ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه د تاوان سودا بالکل نۀ کوو، هميشه د هدايت پۀ لاره باندې اوسو، کله هم د هدايت لاره نۀ پريږدو او د ګمراهۍ طرف ته نۀ ځو۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب          صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د ماهنامه فيضانِ مدينه ايپلي کيشن تعارف

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د عاشقانِ رسول دِيني تنظيم دعوتِ اسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، د دې نوم دے: ماهنامه فيضانِ مدينه (Mahnama Faizan e Madina) پۀ دې ايپلي کيشن کښې تر اوسه پورې جاري شوې ټولې ماهنامې د PDF شکل کښې موجودې دي، د دې نه علاوه * د ټولو ماهنامو مضامين (آرټيکلز) پۀ ليکلي شکل کښې موجود دي، کوم چې د کاپي کولو سره شيئر کيدے هم شي * د اسانۍ د پاره سرچ آپشن (Search option) هم ورکړے شوے دے، د کوم پۀ مرسته باندې چې څۀ مضمون وغيره هم لټولے کيدے شي۔ تاسو هم دا ايپلي کيشن پۀ خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔

راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:

صحيح څۀ دي؟

(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)