Book Name:Ghatay Ka Soda
مسئله: د نا بالغه ماشوم مِتيازې هم پاکې نۀ دي۔
وضاحت: ماشوم که د يوې ورځې هم وي نو د هغۀ مِتيازې پاکې نۀ دي ځکه که دا پۀ بدن باندې ولګي نو بدن به ناپاک شي، بيا چې تر څو پورې مِتيازې وه نۀ وينځلے شي نو وجود به پاک نۀ وي، اګر که مِتيازې وَچې شي او د هغې بد بوئي ختم شي۔ پۀ بهارِ شريعت کښې دي: د پئ څښونکي هلک يا جينۍ مِتيازې پليتې دي۔ دا چې پۀ اکثرو خلقو کښې کومه خبره مشهوره ده چې د پئيو څښونکي ماشوم مِتيازې پاکې دي دا غلطه خبره ده۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ دې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)
يَا مُذِلُّ، يَا مُعِزُّ
څوک چې 75 کرته يَا مُذِلُّ، يَا مُعِزُّ ولولي او سجده وکړي او ووائي يَا الله! د فلانکې ظالِم د شَر نه ما محفوظ کړې، نو الله پاک به هغۀ له اَمان ورکړي او پۀ خپل حفاظت کښې به يـې وساتي۔ ([2]) اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد