Book Name:Ghatay Ka Soda

(1): د هدايت پۀ بدله ګمراهي مۀ اختياروئ!

 د الله کريم ډير لوئي فضل دے چې مونږه د مسلمانانو پۀ کور کښې پيدا شو، د اَربونو پۀ شميره کښې خلق پۀ دُنيا کښې موجود دي، الله کريم زمونږ د پاره د مسلمانې کورنۍ انتخاب وفرمائيلو، مونږه د عاشقانِ رسول پۀ کور کښې سترګې وغړولې او دُنيا ته چې راغلو نو د اذان اواز مو واوريدلو۔

دا الله پاک مونږ ته سعادت راعطا کړےچي مونږه پۀ هدايت باندې يو، اوس د دې هدايت پۀ خرڅولو چرې هم ګمراهي مۀ اخلئ ، ګنې نو دا به د اخرت پۀ تجارت کښې ډيره د تاوان سودا وي، مونږه پۀ هدايت باندې يو، اِيمان مو پۀ سينه کښې موجود دے، دا اِيمان چرې هم مۀ خرڅوئ۔ * د دُنيا مال، د دُنيا دولت * د دُنيا شهرت * د دُنيا نوم، عهده، منصب، دا هر څۀ فاني دي، خُدائے دې نۀ کړي که د پيسو پۀ لالچ کښې، د منصب پۀ لالچ کښې، د يو ملک د ويزې حاصلولو پۀ لالچ کښې که مو چرې د ايمان سودا وکړه نو ډير غټ نقصان به وشي۔

مجازي عشق کُفر ته ورسولو

 د خپل وخت د کامِل ولي، حضرت حَسَنِ بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د زمانې يوه ډيره عبرتناکه او د سبق نه ډکه واقعه ده، يو ځل اِمامِ بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف فرما وو نو هغوئي وليدل چې بعضې خلق يو مړے په راښکلو وړي ، حضرت حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې دا وليدل نو بے هوشه شو او زمکې له يـې تشريف يوړو، چې کله پۀ هوش کښې راغلو نو د هغوئي نه د بے هوشۍ د سبب پوښتنه وکړے شوه، هغوئي وفرمائيل: دا مړ شوے کَس يو وخت کښي  د اعلیٰ درجې عابِد او زاهِد وو، يوه ورځ دا د خپل کور نه د نـمونځ پۀ نيت باندې ووتو نو پۀ لاره کښې يـې يوه غير مسلمه جينۍ وليدله، نظر يـې دوکه شو، زړۀ يـې پرې وبائللو او دا کَس د مجازي عشق پۀ جال کښې راګير شو۔ پۀ زړۀ کښې به يـې ګنده ګنده