Book Name:Ghatay Ka Soda

توئيولې او سخت بيمار شوم۔ ([1])

فِکْرِ مَعَاش بَدبَلا، ہَوْلِ مَعَاد جاں گُزا                                                        لاکھوں بَلا میں پھنسنے کو رُوح بدن میں آئی کیوں؟

وضاحت: يعنې د ژوند اسباب مثلاً د خوراک څښاک وغيره فِکر! د قبر تنګي او د قيامت د وحشتونو ويره! پۀ داسې لکونو بلاګانو کښې د انښتو د پاره رُوح بدن ته ولې راغلے وو۔۔۔؟

الله پاک دې مونږ ته د اِيمان د حفاظت کولو، د اِيمان د سلامتيا د پاره د کوشش کولو او د کُفر طرف ته د تللو نه هميشه د ويريدو توفيق راعطا کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

ایماں پہ رَبِّ  رحمت دے دے تُو استقامت               دیتا ہوں واسطہ میں تجھ کو ترے نبی کا([2])

(2): د ريا نه ځان ساتئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دغه شان ريا هم د اخرت پۀ تجارت کښې ډيره د تاوان سودا ده۔ * مونږه نـمونځ وکړو، د دې نـمونځ پۀ وجه مونږ د جنَّت حقدار جوړيدے شو * مونږه روژه ونيوله، د دې روژې پۀ ذريعه مونږه د جنَّت حقدار جوړيدے شو * حج مو ادا کړو، د دې پۀ ذريعه مونږه د جنَّت حقدار جوړيدے شو * تهجد مو وکړه * د اشراق څاخت نفلونه مو ادا کړه * د قرآنِ کريم تلاوت مو وکړو * ذِکرُ الله مو وکړو * دُرُودِ پاک مو ولوستو * صدقه مو ورکړه، خيرات مو وکړو * لوئي لوئي نيک اعمال مو وکړه، د دې نيک اعمالو پۀ برکت مونږه د جنَّت حقدار جوړيدے شو خو که چاته مو د ښودلو د پاره وکړه * سر پۀ سجده يو، پۀ خُله باندې وايو: سُبْحٰنَ رَبِّیَ الْاَعْلٰی خو پۀ زړۀ کښې مو نيت دے چې خلق ما ته وګوري او لوئي عبادت ګزار راته ووائي * غريب له


 

 



[1]... خوفِ خُدا، صفحہ:80۔

[2]... وسائِلِ بخشش، صفحہ:178۔