Book Name:Ghatay Ka Soda

بازه! (4): اے نقصان پورته کوونکيه! ستا عمل خراب شو، ستا اَجر برباد شو، نن ستا د پاره هيڅ حصه نشته، اے د دوکې ورکولو کوشش کوونکيه! خپل ثواب د هغۀ سره ولټوۀ د چا د پاره چې به دې عمل کولو۔ ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ رښتوني زړۀ سره غور وکړئ! سو چ وکړئ، کار هُم يو دے، روژه، حج، زکوٰة، نيک اعمال، د دې پۀ ذريعه مونږه جنَّت ته هم تللے شو خو پۀ ريا کولو، بَل ته پۀ ښودلو که د دوزخ حقدار جوړ شو، د قيامت پۀ ورځ باندې مونږه د بدکاره، دوکه بازه، کافِر او نقصان پورته کوونکي پۀ نوم راووبللے شو نو دا څومره د تاوان سودا ده؟

د ريا کوونکي عبرتناک مثال

پۀ 3 سيپارۀ، سُورۀ بَقَرَه، آيت: 266 کښې ارشاد دے:

اَیَوَدُّ اَحَدُکُمْ اَنْ تَکُوْنَ لَہٗ جَنَّۃٌ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّ اَعْنَابٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِہَا الْاَنْہٰرُ ۙ لَہٗ فِیْہَا مِنْ کُلِّ الثَّمَرٰتِ ۙ وَ اَصَابَہُ الْکِبَرُ وَ لَہٗ ذُرِّیَّۃٌ ضُعَفَآءُ ۪ۖ فَاَصَابَہَاۤ اِعْصَارٌ فِیْہِ نَارٌ فَاحْتَرَقَتْ ؕ  کَذٰلِکَ یُبَیِّنُ اللّٰہُ لَکُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّکُمْ تَتَفَکَّرُوْنَ (۲۶۶)٪   

(پارہ:3، سورۀ البقرہ:266)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا پۀ تاسو کښې به څوک دا خوښوي چې هغۀ سره د کجورو او انګورو يو باغ وي چې د هغې نه لاندې نهرونه بهيږي، د هغۀ د پاره پۀ هغې کښې هر قِسمه ميوې وي او هغۀ بوډا والي ته ورسي او حال دا وي چې د هغۀ کمزوري او بے وسه بچي وي بيا پۀ هغې باندې يوه بُوړکۍ [د هوا يو غونډارے] راشي چې پۀ هغې کښې وور وي نو ټول باغ وسوزي۔ الله تاسو ته هُم دغسې خپل آيتونه واضحه بيانوي چې تاسو غور او فِکر وکړئ۔


 

 



[1]... مسندِ فردوس، جلد:4 ، صفحہ:203، حدیث:6619 ملتقطًا۔