Book Name:Ghatay Ka Soda
تلل هم ضروري دي۔ ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه د خپل ايمان فِکر وکړو، الله پاک مونږ ته د ايمان دولت راعطا کړے دے، د دې قدر هم وکړو، د دې شُکر هم ادا کړو او ورسره ورسره د کُفر نه نفرت هم وکړو۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: پۀ چا کښې چې درې خبرې وي، هغۀ به د اِيمان حلاوت (يعنې خوږ والے) بيامومي (پۀ دې دريو کښې يـې يوه خبره دا اِرشاد کړه:) هغۀ د اِيمان نه پس د کُفر طرف ته ګرځيدل داسې نۀ خوښوي، لکه څنګه چې وور ته غورځيدل نۀ خوښوي۔ ([1])
معلومه شوه چې د اِيمان والا پاتې کيدو، د سلامت اِيمان سره قبر ته د کوزيدو او پۀ دې ذريعه د جنَّت د حقدار جوړيدو د پاره ضروري دي چې مونږه د کُفر نه هر وخت نفرت وکړو۔
آه! افسوس چې نن سبا د اِيمان د سلامتيا فِکر د ډيرو کمو خلقو سره وي * عام طور خلق پۀ خپل نفس باندې يقين کوي * د بد مذهبو او د خرابو خلقو پۀ صحبت کښې کيناستل * پۀ ګناهونو کښې مصروفه اوسيدل * مونږه څۀ زده کوو، د چا نه يـې زده کوو، وغيره بالکل فِکر نۀ کول * د عِلمِ دِين نه لرې تښتيدل * د غير مسلمو نقل کول * د هغوئي لټريچر ډاډه لوستل * د غير مستندو خلقو او د غير مستندو طريقو (مثلاً د سوشل ميډيا، انټرنيټ، يوټيوب، فيس بُک وغيره) ذريعو نه د دِين د زده کولو کوشش کول وغيره د اِيمان نه د لاس وينځلو اسباب دي خو افسوس چې نن سبا زياتره خلق پۀ دې کارونو کښې اخته پۀ نظر راځي۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! الله پاک مونږ ته د اِيمان دولت راعطا کړے دے نو مونږ له د دې قدر هم کول پکار دي، دې د پاره مونږ له پکار دي چې د الله