Book Name:Ghatay Ka Soda
باندې پۀ واه واه کولو کورونو ته لاړل، بيا مونږ يو او زمونږه اعمال دي۔ بيا پۀ دې تنهايۍ کښې، د وحشت پۀ حالت کښې، د قبر پۀ تيارۀ کښې پته ولګي چې زمونږه هٰغه ټولې نيکۍ خو د ريا پۀ وجه باندې بربادې شوې۔۔۔!! آه! هٰغه اوږده اوږده نـمونځونه، تهجد، اوابين، اشراق، څاخت، هٰغه د ګرمۍ روژې، د ټولې ورځې لوږه او تنده، پۀ لکونو روپو چې مو کوم حجونه کړي وو، عمرې مو کړې وې، د خپل محنت کومه ګټه چې مو پۀ خلقو تقسيم کړې وه، د جومات پۀ جوړولو کښې مو برخه اخستې وه، پۀ ديني مدرسه باندې مو لګولې وې، ټول ژوند مو پۀ محنت کولو، پۀ خوارۍ کولو، يوه يوه نيکې جمع کړې وه، يقين مو وو چې دا نيکۍ به مو پۀ قبر کښې پکار راشي، د قبر د عذاب نه به مو بچ کړي، تَکه توره تيارۀ شپه به راته رڼا کړي خو افسوس! ډير زيات افسوس۔۔۔!! اوس چې قبر ته راورسيدو نو معلومه شوه چې د ريا ښکار شو او ټول محنت مو برباد کړو، اوس مو پۀ اعمال نامه کښې هيڅ نيکي نشته، صرف رِيا پکښې ده، آه! ډير آه! الله مو دې بچ کړي۔۔۔! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! که داسې وشو نو د قبر پۀ هٰغه تنهايۍکښې، پۀ هٰغه وحشت کښې به پۀ مونږ باندې څۀ تيريږي، څومره غم به مو پۀ سر امبار وي، څومره ارماني به يو۔۔۔!!
که هٰغه وخت خلق د زمکې د پاڅه زمونږه تعريفونه هم کوي نو څۀ فائده؟ مونږ خو به د قبر پۀ تنهايۍ کښې د غم او شرم ښکار يو، ارمان به کوو خو افسوس!
اب کیا ہَوَت، جب چڑیاں چُگ گئیں کھیت
کچھ مرے بچنے کی صُورت کیجئے اب تو جو ہونا تھا مولا ہو گیا([1])
(3): دُنيا له پۀ اخرت باندې ترجيح مۀ ورکوئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دُنيا له پۀ اخرت باندې ترجيح ورکول، د دُنيا د بهترۍ، د