Book Name:Ghatay Ka Soda
خرابول نۀ دي پکار * که د سُود نه بغير نشو مالداره کيدے نو نۀ دې کيږو، پۀ سود اخستو خپل اخرت نۀ دي بربادول پکار * که د دوکې ورکولو نه بغير، د ټګۍ کولو نه بغير ګټه کمه کيږي نو کيږي دې * که د رشوت اخستو نه بغير کور نۀ چليږي نو نۀ دې چليږي، که وچه ډوډۍ خوړل وي نو اوئې خورئ خو خپل اخرت هيڅ کله هم مۀ بربادوئ۔
د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المُرتضیٰ شير خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: خلقو! اخرت راروان دے، دُنيا روانه ده۔ پۀ دې کښې د هر يو غوښتونکي شته ۔ تاسو د اخرت غوښتونکي جوړ شئ! د دُنيا غوښتونکي مۀ جوړيږئ۔۔۔!! بے شکه نن د عمل ورځ ده، نن حِساب نشته خو سبا به د حِساب ورځ وي، هلته عمل نشته۔ ([1])
حُبِّ دُنیا سے تُو بچا یارَبّ! عاشقِ مصطفےٰ بنا یارَبّ!
کاش! لب پر مرے رہے جاری ذِکْر آٹھوں پہر ترا یارَبّ!
آہ! طغیانیاں گناہوں کی پار نَیّا مری لگا یارَبّ!
نفس و شیطان ہو گئے غالِب ان کے چُنگل سے تُو چُھڑا یارَبّ!([2])
دلته عام طور وئيلے کيږي چې اِنسان دُنيا ته يواځې راغلے دے او هُم يواځې به ځي۔ دا خبره پۀ خپل ځائے باندې صحيح ده، البته مونږه دُنيا ته يواځې نۀ يو راغلي، چې کله ماشوم پيدا شي، هٰغه وخت د ابليس کره هم ماشوم پيدا شي، کوم ته چې همزاد وئيلے شي۔ دغه شان يوه فرښته هم پيدا شي، کومې ته مُلْهِمْ وئيلے شي۔