Book Name:Ghatay Ka Soda
خيالونه راتلل، د هغۀ وخت برباديدو، اخر يوه ورځ هغۀ هٰغه جينۍ ته د نکاح پيغام وليږو، پۀ دې باندې هٰغې جينۍ ووئيل: تۀ مسلمان يـې او زۀ غير مسلمه يم، تر څو پورې چې تا خپل دِين نۀ وي پريښودے او زما مذهب دې نۀ وي اِختيار کړے! تر هٰغه وخته پورې به زۀ ستا سره نکاح نۀ کووم۔
آه! افسوس! د هغۀ پۀ مزغو کښې مجازي عشق پروت وو، پۀ هٰغه بد بخته باندې شهوت غالِب شو، هغۀ د جينۍ خبره وومنله او دِين اِسلام يـې پريښودو او د هٰغې جينۍ والا باطِل دِين يـې اِختيار کړو۔ بيا چې کله دا د جينۍ خوا له لاړو نو هغې ووئيل: اے انسانه! پۀ تا کښې هيڅ خير نشته، چا چې د خپل دِين سره وفا ونکړے شوه نو هغۀ به زما سره وفا څنګه کوي۔ پۀ دې وئيلو هغې د واده نه اِنکار وکړو۔
نہ خُدا ہی ملا نہ وِصَالِ صنم نہ اِدھر کے رہے، نہ اُدھر کے رہے
د اِيمان نه هم خلاص شو، د چا پۀ عشق کښې چې راګير وو، هغۀ ورته هم ميلاؤ نۀ شوه۔ اخر هم د کُفر پۀ حالت کښې مړ شو۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ چې څومره د تاوان سودا يـې وکړه؟ خپل اِيمان يـې خرڅ کړو او ګمراهي يـې اِختيار کړه، د يوې جينۍ پۀ عشق کښې راګير شو او د اِيمان پۀ سودا کولو د اخرت پۀ تجارت کښې پۀ څومره غټ نقصان کښې اخته شو۔۔۔!!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږه مسلمانان يو، يقيناً چې دا د الله پاک ډير لوئي نعمت دے، زمونږه کلمه وئيل، مسلمانيدل به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دوزخ نه د بچ کيدو او جنَّت ته د تللو ذريعه جوړيږي خو ياد ساتئ چې د دوزخ نه د بچ کيدو او د جنَّت د حقدار جوړيدو د پاره صرف مسلمانيدل کافي نۀ دي بلکې د سلامت اِيمان سره د دُنيا نه