Book Name:Ghatay Ka Soda
اِشْتَرَوُا الضَّلٰلَۃَ بِالْہُدٰی ۪
دوئي د خپل زړۀ د دُنيا د پاره د هدايت پۀ ځائے ګمراهي اِختيار کړه۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې دا د منافقانو عيب دے، د دوئي بے وقوفي ده چې دوئي اګر که د دُنيا پۀ تجارت پوهيږي خو د اخرت پۀ تجارت باندې نۀ پوهيږي، د تاوان سودا کوي۔ مونږه د الله پاک پۀ فضل باندې مسلمانان يو، منافقان نۀ يو، ځکه مونږ له پکار دي چې د منافقانو پۀ شان د بے وقوفۍ نه ځان بچ کړو * مونږه د دُکان پۀ کولو پوهيږو * پۀ کاروبار کولو پوهيږو * پۀ پيسو ګټلو پوهيږو * پۀ کور چلولو پوهيږو * د يوې نه 10، د لسو نه 100 او د سلو نه 1000 مونږه جوړوو، دا پۀ خپل ځائے باندې ښه خبره ده، البته مونږ له د اخرت تجارت هم کول پکار دي، لکه څنګه چې مونږه پۀ دُکان کولو، کاروبار کولو کښې ماهران يو، د دُنيا د ګټلو پۀ هره طريقه باندې پوهيږو، دغه شان د جنَّت ګټلو طريقې هم مونږ له راتلل پکار دي۔
که د اخرت تجارت مونږ له نۀ راځي نو هسې نۀ چې مونږه د تاوان سودا ونکړو، بعضې وخت که د دُنيا پۀ تجارت کښې نقصان هم وشي نو تر څومره وخته پورې به وي، پۀ شپږو مياشتو کښې، پۀ کال دوه کاله کښې به نقصان پوره شي، فرض کړئ که کاروبار مو وکړو او د کروړونو روپو نقصان وشو، مال ډوب شو، که بيا د دې دغه تاوان پوره نکړے شي نو هم دُنيا فاني ده، نن ژوندي يو، سبا کيدے شي چې پۀ قبر کښې يو۔ که مونږه د اخرت پۀ تجارت کولو نۀ پوهيږو، د اخرت پۀ معامله کښې که مونږه د تاوان سودا وکړه نو پۀ فاني دُنيا کښې نۀ بلکې پۀ ابدي (يعنې پۀ هميشه پاتې کيدونکي) ژوند کښې به نقصان وشي، ځکه د اخرت پۀ معامله کښې چرې هم د تاوان سودا مۀ کوئ!