Book Name:Ghatay Ka Soda

اِشْتَرَوُا الضَّلٰلَۃَ بِالْہُدٰی ۪ 

 دوئي هدايت پريښودو، ګمراهي يـې اختيار کړه، اِسلام يـې پريښودو، د کُفر لاره يـې اِختيار کړه، جنَّت يـې پريښودو، د دوزخ لاره يـې اِختيار کړه، پۀ خُله باندې يـې خو کلمه ووئيله خو پۀ زړۀ کښې يـې کُفر پټ وساتو۔

  فَمَا رَبِحَتْ تِّجَارَتُہُمْ

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو د دوئي تجارت څۀ ګټه ونکړه۔

يعنې دې بد بختو هدايت پريښودو او کومه ګمراهي چې يـې اِختيار کړه، د دوئي دې جوړ جاړي [يعنې سودا بازۍ]، دې تجارت دوئي ته هيڅ فائده اونه رسوله۔

وَ مَا کَانُوْا مُہْتَدِیْنَ (۱۶)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او دې خلقو هډو سمه لار پيژندله نۀ۔

يعنې حقيقت خو دا دے چې دا منافقان بے وقوفه دي، دوئي هډو پۀ تجارت کولو نۀ پوهيږي۔ * پۀ دُنيا کښې تجارت څنګه کول دي؟ * د يو نه 10، د لسو نه 100 او د سلو نه 1000 څنګه جوړولے کيږي؟ * دُکان څنګه کيږي؟ * کاروبار څنګه ښۀ کيږي، پۀ دې اګر که پوهيدل خو د اخرت تجارت څنګه کول دي؟ د هغې دوئي له هډو طريقه نۀ ورتلله، دوئي د تاوان سودا وکړه، جنَّت ته تلے شو خو دوئي دوزخ اِختيار کړو۔

د يو ماهره سوداګر د ټولو نه وړومبے او بنيادي کوشش دا وي چې ما څومره مال لګولے دے د هغې سره فائده هم حاصله شي! خو دا منافقان داسې بد بخته دي چې دوئي د اخرت تجارت وکړو خو فائده به يـې څۀ حاصلوله چې د خپل اصلي مال نه يـې هم لاس وينځل، کلمه يـې هم ووئيله، بيا هم د جنَّت حقداران نۀ شول، نـمونځونه يـې هم وکړه، جهاد يـې هم وکړو، روژې يـې هم ونيولې، بيا هم د جنَّت حقداران نۀ شول، ولې؟ ځکه چې