Book Name:Ibadat Ke Faide

الله پاک فرمائي:

فَذٰلِکُمُ اللّٰہُ رَبُّکُمُ الْحَقُّ ۚ

(پارہ:11، سورۀ الیونس:32)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو دا الله دے کوم چې ستاسو رښتينے رَبّ دے۔

بعضې نادانه دا هم وائي چې د دې دُنيا چې کوم نظام روان دے، دا هر څۀ نيچر]قدرتي طور[ روان دي، د دُنيا نظام دے چې د يو خاص مرحلې د تيريدو نه پس ماشوم پيدا کيږي، بيا هغه لوئي کيږي، بيا چې کله د هغۀ د وجود اندامونه کار پريږدي نو هغه مړ شي ۔ دا بالکل د بے وقوفۍ خبره ده، د داسې بے وقوفو نه صرف دومره پوښتنه ده چې يو ماشوم کوم چې د انسانانو کره پيدا شو، اخر څۀ وجه ده چې هغه د يو ځناور کره پيدا نۀ شو؟ يا يو بچے کوم چې د ځناور د خِيټې نه پيدا شو، څۀ وجه ده چې هغه د انسان نه پيدا نۀ شو؟ څوک خو شته د چا فيصله چې نافذ ده، څوک خو شته د چا پۀ حکم باندې چې مونږه انسانان جوړ شو او ډير مخلوقات ځناور شول۔ بس هم هٰغه د چا چې حکم چليږي، د چا چې فيصله نافذ کيږي، هغۀ خُدائے دے، هم هغه د عبادت لائق دے۔

غرض هر انسان ته حکم دے چې ستا خالق هم الله دے، ستا مالک هم الله دے، تا ته د ژوند اسباب هم الله پاک درکوي، تا پالي هم الله پاک، ځکه هم هغه د عبادت لائق دے، صرف او صرف هم د هغۀ عبادت کوئ!

ياد ساتئ که مونږه عبادت کوو نو د دې فائده الله پاک ته نۀ رسي بلکې د دې فائده هم مونږ ته رارسي، هغه څنګه؟ فرمائي:

لَعَلَّکُمْ تَتَّقُوْنَ (ۙ۲۱)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ دې اُميد (عبادت کوئ) چې تاسو پرهيزګاره جوړ شۍ۔

تقویٰ يو ډير فراخه مفهوم لري۔ چي د خُلاصې پۀ طور يې ې عرض کړم نو زمونږه پۀ ذات او پۀ شخصيت کښې د منفي څيزونو نشت والے، دا تقویٰ دہ۔ مثلاً يو بنده خپلې