Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak
جيلاني! د الله پاک پۀ وسيله څۀ راعطا کړئ! بس دومره وئيل وو چې يو ډير ښائسته، ښکلے او صاحبِ جلال بزرګ ظاهر شو، د هغوئي جلال او رُعب او دبدبه چې يـې وليدله نو هٰغه بد مذهبه پۀ رپيدو شو، د هغوئي د حُسن تاب يـې را نۀ وړے شو، مياں شير محمد شَرقپُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: مولوي صاحبه! هم دا خو شيخ عبد القادِر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے، کوم ته چې مونږ د مدد د پاره اواز کوو، دا مړ نۀ دے بلکې د الله پاک پۀ عطا سره ژوندے دے، ځکه مونږ دوئي ته اواز کوو۔ دا ټول منظر چې يـې وليدو نو د هٰغه کَس وسوسې ختمې شوې او هغۀ توبه کړه او د ښې عقيدې والا، د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه م عاشق جوړ شو۔ ([1])
شَیْئًا لِلّٰہِ یَا عَبْدَالقَادِرِ یَا ساکِن بَغْدَاد یَا شَیْخَ الْجِیْلَانِیْ
کرم چاہئے تیرا، تیرے خُدا کا کرم غوثِ اعظم، کرم غوثِ اعظم
خدارا ذرا ہاتھ سینے پہ رکھ دو ابھی مٹتے ہیں غم، اَلَم غوثِ اعظم
خبر لو ہماری کہ ہم ہیں تمہارے کرو ہم پہ فضل و کرم غوثِ اعظم
کرم سے کیا رہنما رَہْزنوں کو ادھر بھی نگاہِ کرم غوثِ اعظم([2])
شَیْئًا لِلّٰہِ یَا عَبْدَالقَادِرِ یَا ساکِن بَغْدَاد یَا شَیْخَ الْجِیْلَانِیْ
اخر د وليانو نه يـې ولې وغواړو؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د قرآنِ کريم آيت واوريدو، پۀ کوم کښې چې ووئيلے شو چې الله پاک هم مددګار دے، د هغۀ محبوب بندګان هم مددګار دي۔ پۀ دې موقع باندې بعضې خلق دا پوښتنه کوي چې ځه وه مو منله چې اوليائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه م مددګار دي خو چې الله پاک پخپله زمونږ اوري هم، زمونږه مدد هم فرمائي، بيا اخر مونږ