Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak
نه مدد غوښتل ښودلي دي، هم هٰغه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ له ترغيب راکوي چې د الله پاک د بندګانو نه مدد غواړئ! بندګان هم هٰغه کوم چي پۀ ظاهره پۀ نظر نۀ راځي، د سترګو نه غائب دي،لهذا چې د چا پۀ تعليم باندې د الله پاک نه غوښتل کيږي نو هم د هغوئي پۀ ترغيب باندې مونږ د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه م نه هم مدد غواړو۔
د وَليانو مدد هُم د الله پاک مدد دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته دا هم ياد ساتئ چې د وَليانو مدد پۀ اصل کښې د غيرُ الله مدد نۀ دے، دا هُم د الله پاک مدد دے کوم چې د وليانو پۀ ذريعه ميلاؤيږي۔ لکه څنګه چې الله پاک رَزَّاق دے، هم هغه رزق ورکوي خو هر يو ته د رزق رسولو ذريعې مختلفې دي * چا ته د دُکان پۀ ذريعه ميلاؤيږي * څوک نوکري کوي او رزق حاصلوي * څوک خپل کاروبار کوي * چا ته د سيټھ پۀ لاس ميلاؤيږي * چا له يـې حکومت ورکوي * څوک يـې د ګاهک نه وصول کوي، رَزَّاق خو الله پاک دے، ورکوي يـې هم هغه خو پۀ دې ذريعو سره يـې عطا کوي، هم داسې مدد هُم د الله پاک مدد دے، هغه مدد فرمائي خو د هغۀ د مدد ذريعې مختلفې دي، چا ته د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ذريعه د الله پاک مدد ميلاؤيږي، چا ته د خواجه اجمير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ذريعه ميلاؤيږي او چا ته پۀ المَدد يا غوثِ پاک اواز کولو ميلاؤيږي۔ وګورئ چې د غزوۀ بدر پۀ موقع باندې الله پاک فرښتے د مدد پاره راوليږلې۔ الله پاک فرمائي:
اِذْ یُوْحِیْ رَبُّكَ اِلَى الْمَلٰٓىٕكَةِ اَنِّیْ مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْاؕ-
(پارہ:9، سورۀ الانفال:12)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: یاد کړه اے حبيبه! چې کله به ستاسو رَبّ فرښتو ته وحي ليږله چې زۀ ستاسو سره يم تاسو مسلمانان ثابِت [قدمه] اوساتئ۔
دلته وګورئ چې فرښتے هم غيرُ الله دي۔ الله پاک پخپله فرښتو ته وفرمائيل: اے فرښتو! ايمان والا ثابت قدم اوساتئ! زۀ ستاسو سره يم۔