Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak

وضاحت: پۀ نـمونځ کښې چې کله اِمام صاحب د سورۀ فاتحه تلاوت مکمل کړي، هٰغه وخت د آمين وئيلو ډير فضيلتونه دي۔ بعضې خلق هٰغه وخت آمين پۀ تيز اواز وائي۔ دا صحيح نۀ دي۔ اعلیٰ حضرت  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  فرمائي: آمين پۀ تيز اواز وئيل پۀ نـمونځ کښې مکروه او د سُنَّتو خلاف دي۔ ([1]) د حديثونو مبارکو نه هم دا خبره ثابته ده چې پۀ دې موقع باندې دې آمين صرف پۀ دومره اواز کښې ووئيلے شي چې خپل غوږونه يـې واوري۔ د حضرت وائيل بن حجر  رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  نه روايت دے چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  غَیْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْهِمْ وَ لَا الضَّآلِّیْن ولوستل او پۀ ورو يـې آمين ووئيلو۔ ([2])

الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔  اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                         صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)

يَا کَرِيمُ 

پۀ بستره باندې د څملاستو پۀ وخت د الله پاک پۀ نوم يَا کَرِيمُ لوستلو لوستلو اودۀ شئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! فرښتے به ستاسو د پاره دُعاګانې کوي۔ ([3])

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

  اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                         صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:6، صفحہ:184 ۔

[2]... ترمذی ، کتاب الصلاۃ، باب ما جاء فی التامین، صفحہ:80، حدیث:248۔

[3]... مدنی پنج سورہ، صفحہ:252۔