Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak
آپ جیسا پیر ہوتے کیا غَرَض دَر دَر پھروں آپ سے سب کچھ ملا یا غوثِ اعظم دَسْتْ گِیر([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د حاجت نـمونځ کوم چې حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وښودلو، دې ته غوثيه نـمونځ وئيلے شي۔ ډير مُجَرَّب دے (يعنې د داسې نـمونځ کولو د ډيرو خلقو تجربه شوې ده او د دې يـې فيضان نصيب شوے دے)، کله چې هم څۀ حاجت وي، څۀ سخته راپيښه شي، پريشاني وي، بيماري، قرض وي، دا نـمونځ اوکړئ! بهتره ده چې د ماښام د نـمونځ نه پس يـې اوکړئ! د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ وسيلې سره دُعا اوکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مُراد به مو پوره شي۔ پۀ دې هم ځان پوهه کړئ! چې د پاکستان نه بغداد شريف کوم اړخ ته دے؟ د پاکستان او هندوستان نه بغداد شريف پۀ مغرِب او شمال [د نمر پريوتو قطبي اړخ] يعني د West and North تقريباً پۀ مينځ کښې دے۔
حُسْنِ نِیَّت ہو خطا پھر کبھی کرتا ہی نہیں آزمایا ہے، یگانہ ہے دوگانہ تیرا([2])
وضاحت: پۀ دې خبره تجربه شوې ده چې پۀ اِخلاص سره غوثيه نـمونځ وکړے شي نو ناکامي به نۀ وي بلکې د کوم مقصد د پاره چې وکړے شي، هٰغه مقصد پوره کيږي۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د يولسمې شريف برکتونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مدد او د کرم نظر حاصلولو يوه طريقه يولسمه شريف هم ده ۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا د لوئي يولسمې شريف مياشت ده، پۀ دې مياشت کښې هم د يولسمې شريف انتظام اوکړئ! او د راتلونې مياشتو د پاره د دې عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به مو ډير برکتونه نصيب شي۔ علمائے کرام فرمائي: مونږ چې څوک هم د يولسمې شريف پابند موندلي دي، تجربه ده چې داسې خوش