Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! وګورئ چې دې بوډا کَس د غم، درد او پريشانۍ پۀ حالت کښې خپل فرياد د چا پۀ حُضُور کښې وکړو؟ د الله پاک پۀ حُضُور کښې۔۔۔!! او پۀ اشرفو ليږلو د هغوئي مدد چا وکړو؟ حُضُور غوثِ پاک  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ۔۔۔!! معلومه شوه چې مدد هم د الله پاک دے، هم هغه فرياد اوريدو والا، غم زپلو زړونو ته اطمينان او سکون عطا کولو والا دے خو هغه د خپل مدد د پاره ذريعې مختلفې کيښودې دي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام، ولي الله  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه م ټول مشکل کُشا دي، حاجت روا دي، مدد کولو والا دي او د هغوئي مدد پۀ خپل ذاتي طاقت نۀ بلکې پۀ حقيقت کښې هم د الله پاک مدد دے کوم چې د هغوئي پۀ ذريعه کولے شي۔

غوثيه نـمونځ کوئ۔۔۔!

خير! دا خبره د غرمې د نمر پۀ شان بالکل واضحه او صفا ده چې د الله پاک د نبيانو، وليانو او د نيکانو خلقو نه د هغوئي پۀ ژوند کښې، د هغوئي د وفات نه پس هم مدد غوښتل، هغوئي خپل مددګار ګڼل هيڅکله بد نۀ دي بلکې دا ښۀ عمل د ډيرو مشکلاتو بهترين حل دے۔ پۀ بـَهجَةُ الاَسرَار شريف کښې دي: حُضُور غوثِ پاک  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  فرمائي: چا چې پۀ مصيبت کښې ماته فرياد اوکړو، هغه مصيبت لاړے، چا چې پۀ کومه سخته کښې زما پۀ نوم اواز اوکړو هٰغه سخته لرې شوه، څوک چې زما پۀ وسيله باندې د الله پاک پۀ بارګاه کښې خپل حاجت وړاندې کړي، هٰغه حاجت به پوره کيږي، څوک چې دوه رکعته نفل اوکړي او پۀ هر رکعت کښې د سورۀ فاتحه نه پس قُل هُوَ الله شريف (يعنې پوره سورۀ اِخلاص) 11، 11 کرته ولولي، د سلام ګرځولو نه پس پۀ سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې پۀ تاجدار  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  باندې درود شريف ولولي، بيا د بغداد شريف طرف ته 11 قدمه راشي او زما نوم واخلي او خپل حاجت بيان کړي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغوئي حاجت به پوره کيږي۔ ([1])


 

 



[1]... بَہْجَۃُ الْاَسْرَار ، صفحہ:197۔