Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak

اومني، رسولُ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  خپل حامي او ناصِر اومني او د الله پاک نيکان بندګان مددګار اومني، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!  هغوئي به پۀ هر ميدان کښې کامياب او کامران وي، الله پاک او د هغۀ پۀ عطا سره د هغۀ خوږ رسول  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  او اوليائے کرام د هغۀ مدد فرمائي او د هر مشکل نه ورته نجات ورکوي۔

کہا جس نے یَاغَوْث اَغِثْنِی تو دَم میں                                                                  ہر آئی مصیبت ٹلی غوثِ اعظم!([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                         صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

د وِصال نه پس ترينه مدد ولې وغواړو؟

د بعضې خلقو پۀ زړۀ کښې وسوسه راځي چې کوم اوليائے کرام  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه م، نيکان خلق ژوندي دي، د هغوئي نه خو دې مدد غوښتلے شي خو کوم چې وفات شوي دي، اخر د هغوئي نه مدد څنګه غوښتلے کيدے شي؟ د دې وسوسې ساده شان جواب دے چې بے شکه اوليائے کرام  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه م د دُنيا نه پرده فرمائي، د هغوئي رُوح قبض کولے شي، پۀ هغوئي باندې هم مرګ راځي خو د الله پاک پۀ عطا سره، د هغۀ پۀ فضل او کرم سره اوليائے کرام  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه م پۀ خپلو مزارونو کښې ژوندي وي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ لَا تَقُوْلُوْا لِمَنْ یُّقْتَلُ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَمْوَاتٌؕ-بَلْ اَحْیَآءٌ وَّ لٰكِنْ لَّا تَشْعُرُوْنَ(۱۵۴)

(پارہ:2، سورۀ البقرة:154)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک چې د الله پۀ لاره کښې قتل کړے شي هغوئي ته مړۀ مۀ وايئ، بلکې هغوئي ژوندي دي خو تاسو د هغې شعور نۀ لرۍ۔


 

 



[1]... سامانِ بخشش، صفحہ:119۔