Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak
ډاکټر اِقبال وائي:
موت کو سمجھے ہیں غافِل اختتامِ زندگی
ہے یہ شامِ زندگی، صبحِ دوامِ زندگی([1])
وضاحت: يعنې هٰغه غافله خلق کوم چي مرګ د ژوند اختتام ګڼي، مرګ پۀ اصل کښې د دې دُنيائي ظاهري ژوند ماښام دے خو د هميشوالي ژوند د پاره يو نوے سحر شته، يعنې د مرګ نه پس يو داسې ژوند شروع کيږي، د کوم نه پس چې به چرې هم مرګ نۀ وي۔
يا شيخ عبد القادِر جيلاني! شَیئًا لِلّٰہ!
مياں شير محمد شَرقپُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ولي کامِل تير شوے دے۔ يوه ورځ يو کَس د هغوئي سره د ملاقات د پاره حاضر شو، دا راغلے کَس د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه م پۀ باره کښې د وسوسو ښکار وو، کله چې دا د هغوئي پۀ خدمت کښې حاضر شو نو د هغوئي تقویٰ، پرهيزګاري، پۀ سُنَّتو باندې عمل وغيره چې يـې وليدو نو ډير متاثر شو، بيا د هغه نظر ناڅاپه پۀ ديوال پريوتو، هلته ليکلے شوي وو: یَا شَیخ عَبْدُالْقَادِر جِیْلَانِیْ شَیْئًا للہ! يعنې اے شيخ عبد القادِر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ! د الله پاک پۀ وسيله ما ته څۀ راعطا کړئ! دا يـې چې وليدل نو هغه غصه شو، هغۀ د خفګان پۀ انداز کښې د خپلو وسوسو اظهار شروع کړو۔ مياں شير محمد شَرقپُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کامِل ولي وو او اوليائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه م صاحبِ قَال نۀ بلکې صاحبِ حال وي يعنې دوئي پۀ وئيلو کم پوهه کول کوي، زياتره پۀ ښودلو پوهه کول کوي۔ هغوئي د هغۀ پۀ قهريدلې لـهجه باندې د صبر او برداشت نه کار واخستو، بيا چې کله هٰغه کَس تللو نو هغوئي هم تر دروازې پورې د هغۀ سره لاړو، کله چې دروازې ته نزدې شو نو هغوئي پۀ تيز اواز ووئيل: یَا شَیْخ عَبْد القَادِرِجِیْلَانِیْ شَیْئًا للہ! اے شيخ عبد القادِر